هندوستان کښې کب نیونکو ته د وهیل کب اولټۍ ملاو شوي دي
زمونږ خبریال وايي په هندوستان هیواد کښې د کب نیونکو یوې ډلې ته د میلیونو ډالرو په ارزښت د وهیل کب اولټۍ ملاو شوي دي.
دغو اولټیو ته امبر ګریس (Ambergris) ویل کیږي کومې چې په ډیره لوړه بیه باندې خرڅیږي.
د هندوستان رسنیو وویل چې کب نیونکو ته اتویشت کلوګرامه او څلور سوه ګرامه امبر ګریس یعني د وهیل کب اولټۍ ملاو شوي دي کومو چې دغه اولټۍ اوس د سمندر غاړي ته په وړلو سره پولیسو ته ورسپارلي دي.
د هندوستان ساحلي پولیسو رسنیو ته وویل چې کب نیونکو د وهیل کب دغه اولټۍ یعني امبر ګریس مونږ ته راسپارلي دي.
د هندوستان پولیسو وویل چې مونږ د ځنګلاتو ادارې کسان خبر کړي دي او هغوې له مونږ څخه دغه اولټۍ ترلاسه کړي دي.
سرچینو وویل په نړیوال بازار کښې د یوه کلوګرام امبر ګریس بیه کوم چې په عطرونو کښې استعمالیږي میلیونو ډالره ده.
په هندوستان کښې د حکومت لخوا په امبر ګریس باندې د خرڅولو بندیز دی.