Jul 28, 2022 17:23 Asia/Kabul
  • حسیني غورځنګ او د کربلا غمیزه

محر م هر کال راځی تر څو د عاشورا د د دردونکیو پیښو په یادولو سره مړه زړونه په اوښکو سره ووینځي او د انسانیت او پتیالیتوب روح ژوندې کړی . سلام په محرم ، سلام په حسین (ع)

 

خیز و جامه نیلی کن روزګار محرم شد

دور عاشقان امد نوبت محرم شد

د محرم په پیلیدا سره د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د حضرت ابا عبدا... الحسین ع د ویر او ماتم دستورې پیل شوی دی .د امام حسین ع عاشقانو او لیوالو واټونه او کوڅې په تور کپړو ، علمونو او نور و انځورونو او سمبولونو سره د محرم لپاره چمتو کړی دی .  د عزادارۍ منظمې او پرتمینې دستې  یو موټې او خاص نظم سره په واټونو کې حرکت کوی او د حسین ویرجن سینه زنی کوی ، میندو خپلو بچیانوپاره تورې جامې اغوندلي دي او میرمنې ، سړي ، ځوان او بوډاګان په تورو جامو او د حسین ع له عشقه په مالا مال زړونو سره د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین ع په ویر کې ماتم او عزادارۍ کوي . د اسلام عظیم الشان پیغمبرحضرت محمد مصطفی ص فرمایی دامام حسین ع د شهادت لپاره په زړونو کې دومره حرارت دی  چی هیڅکله به سوړ او خاموش نشی .

په صلواتي مرکزونو کی ویرجنو  ته چای  و شربت او ساړې اوبه  ورکول کیږی س، هر کس چی اوبه وڅښی نو د امام حسین ع  دتندی  په یاد کی په حسین ع سلام استوی .

حسینی دستې او هیتونه له ولولې ډک دی . د ویر او ماتم دستورې د محرم له لومړۍ شپې پیلیږي او د محرم تر ۱۲ دوام لري . د شهیدانو د سردار او د کربلا د دښتې د لاله ګلونو د شهادت داغ تراوسه د مسلمانانو په زړونو کې ژوندې دې او د امام حسین ع په مصیبتونو اوښکي جاری دي . محر م هر کال راځی تر څو د عاشورا د د دردونکیو پیښو په یادولو سره مړه زړونه په اوښکو سره  ووینځي او د انسانیت او پتیالیتوب روح ژوندې کړی . سلام په محرم ، سلام په حسین (ع)

حضرت امام رضا ع د  محرم میاشتې په پیل کې د حضرت امام موسی کاظم  د حالاتو په بیان کی فرمایی کله چی د محرم میاشت شوې نور به چا زما پلار مسکا نه لیده او هره ورځ به یې خپګان زیاتیده د محرم تر لسمې ، کله چی د لسم ورځ راورسیدې نو هغه  ورځ به د هغو د مصیبت ، غم او ژاړه ورځ وه .

په بل روایت کی له ریان بن شبیب روایت شوی چی وایی د محرم په لومړۍ ورځ د حضرت امام رضا ع  خدمت ته حاضر شوم اوهغه حضرت ما ته وفرمایل ای د شبیب زویه و په تحقیق سره چی د محرم میاشت هغه میاشت ده چی په تیر وخت کی د جاهلیت د وخت خلکو د هغې د حرمت په خاطر په دغې میاشتې کې  جنګ او ستم حرام باله خو دغه امت نه د میاشتې حرمت وساته او د پیغمبر اکرم ص حرمت ، د هغه بچیان یې شهیدان کړل ، میرمنې یې بندي کړې او شتمنې یې لوټ کړې ، ابن شبیب که غواړی په کوم څیز ژاړه وکړې د علی ابن ابیطالب په زوی حسین ع ژاړه وکړه .

دې وخت هغه حضرت دوام ورکړ او ویې فرمایل ای د شبیب  زویه که په حسین ع ژاړه وکړې تر دې چی  اوښکی دې په مخ جاری شی نو خدای تعالی هره ګناه چی ولرلې شی واړه یا غټه ، کمه یا زیاته ټولې به وبخښی ، ابن شبیب که غواړی په بهشت کی په جوړو شویو غرفو کې د خدای له رسول ص میشت شی نو دحسین ع په وژونکیو لعنت واستوه  او هر وخت چی د هغه حضرت یاد درته راغله نو ووایه ،، يَا لَيْتَنِي كُنْتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا ،،

ای کاش مونږه هم له هغو سره وې او ستر بریالیتوب او ژغورنې ته رسیدلي وې .

د اهل بیتو اطهارو ع په روده او سیرت کی په کتنې سره وینو چی د محرم میاشت د هغو لپاره د غم  او امام حسین ع او د کربلا د بندیانو په مصیبتونو د اوښکو ورځې وې . دغو لویانو او بزرګانو نه یوازې پخپله د امام حسین په مصیبتونو ژاړه کوله او د عاشورا په ورځ ډیر غمګین او ګریان وو بلکې له خپلو پیروانو به یې هم غوښتل چی د ویر د دستورو په جوړولو او په امام حسین ع په ژاړه سره محرم ژوندې وساتی . لکه څرنګه چی د ایمه اطهارو هیڅ کړچار اوسپارښتنې د هوای نفس له مخې نه وې ، پوهیږو چی ژاړه او عزادارۍ خپل خاص معنوی او انساني اثار لری . په روایتونو کی راغلی دی په حسین ابن علی ع ژاړه له ګناهانو د پا کیدا او په اخرت کې د ژغورل کیدا و نیکیانو او فضیلتونو ته د انسان د هدایت کیدا سبب کیږی .

د کربلا په مصایبو ژاړه د ماتې نښه نده بلکې دا اړښکی د بصیرت له امله دي او د دینی شعایرو احیا کونکی دی . په امام حسین ع ژاړه ، د انسان د لوړ مقام او عظمت په له لاسه تلو لپاره ده چی د هغه له عظمته پرښتنې هم وژاړیدې .

امام حسین ع د پالونکی ځای ته د لوړ عرفان او بشپړه معرفت او د هغه اراده په درسته هستۍ کې وه . هغه حضرت د خدای په وړاندې مطلق تسلیم او رضا مقام لرونکی ، پاک او معصوم  وو . په دایمي توګه به یې د خدای ذکر او شپو روړونکې وو . د امام حسین ع مهمه ځانګړنه چی د محرم په ورځو کې ورته بتاید ورته ډیر پام وشی ، له خپل پالونکی سره د هغه حضرت سوچه ارتباط او بندګۍ ده . حاج شیخ عباس قمی په مفاتیح الجنان کې د دعای عرفه په پیل کی لیکی امام حسین ع د عرفې ورځې په مازیګر په خشوع او خضوع سره د کعبې په لور ودریده ، خپل لاسونه یې خپل مخ په وړاندی ونیول او دا دعا یې ولوسته . هغه اوږده دعا چی د خدای پیژندنې او انسان پیژندنې درس دې . د دعای عرفې  له محتوا ډکې عبارتونو او جملو کې د امام حسین ع د خالصانه بندګۍ څپانده سیل جوت دې . دغه جملې دومره عاشقانه دي چی تا به وای چی  حسین ع له خدای پرته بل څه نه وینی او هغه خوند چی په دعا کی اخلی په بل هیڅ څیز کې د هغو لپاره نه ترلاسه کیږي .

حضرت امام مهدی عج په زیارت ناحیه مقدسه کې د خپل ګران جد حضرت امام حسین ع د کړچار په بیانولو کی فرمایی ، ته دپیغمبر اکرم ص زوی او دقران بیانونکې یاست ، ته د امت ملاتړې او یار او د الهی اطاعت په لاره کی هڅه کونکې ، د وعدې او تړون ساتونکې ، د باطل او نفاق د لارو له مینځه وړونکې یاست ، ته هماغه یاست چی رکوع او سجدې دې درلودلې . په دنیا کی  داسې زاهد وې ، د هماغه کس په شان چی له دنیا تلونکې دې  .

امام حسین نه یوازې د شهادت په وخت د خدای په لاره کې ذکر کاوه بلکې هر سهار او ماښام به یې په مبارکې ژبې دا دعا جاری وه . د مهربان بخښونکی خدای په نامه ، او د خدای په نوم او ذات یاری غواړم ، له خدایا او د خدای په لور ، او د د خدای په لاره کی او د خدای د ورلیږلی د دین په پیروی او په خدای مې  اعتماد کړی او داسې حرکت اوطاقت نشته مګر د ستر مرسته او لوی خدای په غوښتنه ، ای خدایا په ریښتیا چی ما خپل ځان تا ته سپرلې او خپل مخ مې تا ته اړولې دې ، او خپل کار مې تا ته سپرلې دې .

د محرم میاشت د حسینی ولولې او شعور د رامینځته کیدا اوج دی . محرم هره میاشت ر اځی چی زړونه له حسین ع سره وتړي . په دغه میاشت کې ده چی انسانان زیات د امام حسین ع لوړ شخصیت ته متوجه کیږی اوکوشش کوی  چی  حسین ع زیات وپیژنی . د عاشورا درسونه ځان سره تکرار کړی او د حسینی ژوند سبک او سټایل  دخپل ځان نمونه وګرځوی .

هغه ستر شخصیت چی د تاریخ په قطور او غټو پاڼو کې ځلیږی او د نړۍ د درستو پتیالیو پام ځانته جلبوی . هغه شخصیت چی د وجود د نور اغیز یې په استعماری ضد او استکباری ضد غورځنګونو او د اسلامی غورځنګونو په جوړیدا او د مقاومت د جبهې په پیاوړتیا کی تراوسه لیدل کیدلې شی .

امام حسین ع راضی نه وو د دې لپاره جی څو ورځې زیات ژوندې پاتې شی و د یذید په شان له کس سره چی د بی دینی تجلی ده و بیعت وکړی ږ امام حسین ع د عزتمندۍ او پتیالیتوب تجلی  ده . هغه حضرت په عاشورا کی په خپل عمل او ګفتار سره خپلو پیروانو ته ورزده کړل چی ذلت او خواری له مسلمانی سره نه یو ځای کیږی او هر مسلمان چی ذلت ومنی نو مسلماني یې بشپړه نده  . د عاشور ا له پیښې او د هغه حضرت او یارانو له مظلومانه  شهادته وروسته زینب کیری س او حضرت امام سجاد ع د بند په وخت کې د خلکو لپاره د عاشورا ستر درسونه بیان کړل . د شجاعت  ، عزتمندۍ ، پتیالیتوب و ایثار ، د خدای په لاره کی د جهاد  ، سرشیندنې وغیره ، دغو بزرګوارانو د حسین ع دا بیغام دیرو لیرې پرتو سیمو ته ورسوه که مسلمان نه یاست  نو پتیالی ووسئ . .

که ویرجن په عمل کی هم د هغه حضرت د لارې پیروان ووسی او د سید الشهدا په مدار کی حرکت وکړی نو لوړو انسانی درجو او معنوی کمالاتو ته به ورسي . د محرم او صفرې میاشتو کې د امام حسین ع په پیژندلو او د عاشورا مکتب په درسونو سره  د حسینی کیدو او حسینی ژوند کولو په لور حرکت وکړو او هغه د خپل ژوند او عمل بیلګه وګرځوو .

پای

 

 

 

 

ټیګونه