Aug 05, 2022 13:08 Asia/Kabul

 د محرم دمیاشتې  په لومړۍ جمعې ورځې هرکال  دحضرت امام حسین علیه السلام د شپږمیاشتني زوي حضرت علی اصغر علیه السلام  په یاد کې  دحسیني تنکي ماشومانو نړیواله ورځ  لمانځل کیږي

د محرم الحرام   له لومړۍ جمعې سره په یووخت ، نن د حسینی شیرخوارانو نړیوالې دستورې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې په اوه زره پنځه سوه ځایونو کې او د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې ترسره شوې.

 د محرم دمیاشتې  په لومړۍ جمعې ورځې هرکال  دحضرت امام حسین علیه السلام د شپږمیاشتني زوي حضرت علی اصغر علیه السلام  په یاد کې  دحسیني تنکي ماشومانو نړیواله ورځ  لمانځل کیږي

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ،په  درست ایران کې او د پاکستان ،هندوستان،بحرین،عراق،عربستان،ترکیې،افغانستان پشمول دنړۍ  په کابو ۴۵هیوادونو کې د حسیني تنکي ماشوم ورځ په برتم سره ترسره شوه او  دشیدو څښونکو ماشومانو میّندو خپل بچي د حضرت امام الزمان عجل ا...تعالی د قیام  په خاطر قربانۍ ته وړاندې کړل.

په تهران کې د  دحسیني تنکی ماشومانو  مرکزي دستورې  د حضرت امام خمینی په عیدګاه کې  ترسره شوې  او میّندو  له خپلو تنکي ماشومانو سره یو ځاي دحضرت امام حسین علیه السلام او دشهزداه اصغر په غم کې  ویر او ماتم وکړ.

دکربلا په واقعې کې په میدان کې حضرت امام حسین علیه السلام په ډاګه اعلان وکړ ،زما مقصد، داسلامی ضد حکومت رسواک ول او د امر باالمعروف اونهي از منکر باندې عمل کول او د ظالم او ستمګر په وړاندې کلک دریدل دي . د حضرت امام حسین علیه السلام  دغورځنګ درسونه د درستې نړۍ ،بشریّت او د درست خلقت  جغرافیې  او تاریخ سره اړه لري  او هیڅکله ئې هم څوک نشي محدودولی.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه