Aug 06, 2022 12:19 Asia/Kabul
  • طالبانو په غزې باندې د اسرائیلو حملې وغندلې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزې باندې د اسرائیلو بریدونه وحشیانه او بوږنونکي وبلل او ویې غندل

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په غزې باندې د اسرائیلو بریدونه وحشیانه او بوږنونکي وبلل او ویې غندل

د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن په یو ټویټ کښې لیکلي دي چې دغه ډله له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اسرائيلو د جنایتونو او تیریو په مخنیوي کښې په خپل مسئولیت عمل وکړي.

د ویلو ده چې صهیونیسټي رژیم پرون د غزې په تړانګې باندې پراخې حملې وکړې چې له امله یې د یو پنځه کلن ماشوم په شمول ۱۱ تنه شهیدان او کابو اویا تنه نور زخمي شول.

 

ټیګونه