Aug 06, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • د کشمیر په هکله دې د امنیت شورا پریکړه لیک اجرا شي

پرون یعنې د آګست پنځمه نیټه په جمو و کشمیر سیمه کښې د هندوستان د غیرقانوني اقداماتو دریمه کلیزه وه.

د اسلامي ملګرتیا سازمانOIC په یوې خبرپاڼې کښې یوځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتل چې د امنیت شورا د پریکړه لیکونو مطابق دې د جمو او کشمیر د لانجې د هواري لپاره پریکنده اقدامات وکړي.

پرون یعنې د آګست پنځمه نیټه په جمو و کشمیر سیمه کښې د هندوستان د غیرقانوني اقداماتو دریمه کلیزه وه.

د ایرنا د خبر له مخې په هغې خبرپاڼې کښې چې د اسلامي ملګرتیا سازمان په ویب سایټ کښې خپره شوې، راغلي دي: غیرقانوني اقدامات د جمو و کشمیر د لانجمنې سیمې حالت نه شي بدلولی او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د کشمیر له خلکو نه د هغوي روا حق نه شي اخیستلې.

د اسلامي ملګرتیا سازمان د انسان د اساسي آزادیو او د بشري حقوقو د ابتدايي اصولو د احترام او د هغو ټولو یواړخیزه او غیرقانوني اقداماتو د لغو کیدو غوښتونکی شو چې د ۲۰۱۹ کال د آګست په پنځمه نیټه او یا ترې وروسته ترسره شوي دي.

خو د نوي ډیلي حکومت دغې بیانیې ته غبرګون ښودلی دی.

له بلې خوا انډین ایکسپریس ویبسایټ په دې هکله ولیکل: هندوستان د اسلامي ملګرتیا سازمان د تازه بیانیې په وجه په هغه باندې نیوکړه وکړه او ویې ویل چې له دغې بیانیې د تعصب بوې راځي.

 

ټیګونه