Aug 07, 2022 12:11 Asia/Kabul
  •  په درست ایران کې دتاسوعا د ورځې ویر او ماتم په پرتم سره دوام لري

د تهران ریډیو درست کارکونکي  په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو ته د زړه له کومې  تسلیّت وائي.

د اهل بیت علیهم السلام مینه والو او دحسیني عاشقانو  په پراخ شتون سره،د تاسوعا د ورځې دعزادارۍ دستورې په درست ایران کې په پرتم  او ولولې سره   دوام لري.

نن د محرم دمیاشتې نهمه ورځ د حسینی تاسوعا ورځ ده په دغې ورځې  د ایران په شمول په درستې نړۍ کې له حضرت ابوالفضل العباس  علیه السلام سره  اړونده ده او په دې اړه خلک  خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کوي.حضرت  امام حسین علیه السلام  دکربلا په میدان کې په ډاګه اعلان وکړ چې  زما د قیام مقصد، د اسلامی احکامو ضده حکومت رسوا کول  او  امر باالمعروف او نهي از منکر باندې عمل کول  او د ظلم او ستم او استبداد په وړاندې  مقاومت دی .

د تهران ریډیو درست کارکونکي  په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام  مینه والو ته د زړه له کومې  تسلیّت وائي.

 

ټیګونه