Aug 08, 2022 05:05 Asia/Kabul
  • د ویانا د ایټمي خبرواتروبهیر ته خوش بینه یوو

فکر نه کوم  خبرې اترې ډیرې اوږدې شي ،اوس وخت رارسیدلی دی چې په خپلو پلازمینو کې فیصلې وکړو.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ،په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې استازي  او ددغه هیواد دمرکچي ټيم مشر میخائيل  اولیانوف پرون ناوخته له المیادین ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې  ووئیل ، دخبرواترو دلارې په نسبت  خوشبینه یوو، دمګړئ  د نړیوالې ایټمی موافقې دخبرواترو  په نهائي وضعیّت کې یوو.

 هغه ټينګار وکړ ،فکر نه کوم  خبرې اترې ډیرې اوږدې شي ،اوس وخت رارسیدلی دی چې په خپلو پلازمینو کې فیصلې وکړو.

  اولیانوف  پرون  ناوخته د  اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست د مشر له مرستیال آنریکا مورا  سره له کتنې وروسته  هم پخپل ټولنیز پیغام کې ولیکل،په ویانا کې د بندیزونو دلغوه کولو لپاره  خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي.

له کابو پنځه میاشتو ځنډ وروسته د  ایران په ضد دبندیزونو د ختمولو په باب  دخبرواترو تازه مرحله  له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې دآسټریا په پلازمینې ویانا کې پيل شوي دي . خبرې اترې په داسې حال کې  برخلیک ټاکونکي مرحلو ته  رسیدلي  چې نهائي موافقې ته رسیدل ،د لویدیځي لوري په تیره بیا د دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دخلاف ورزي کونکي هیواد په توګه د امریکا  دسیاسی فیصلو په تمه دي .

د ایران اسلامی جمهوریت پلاوي تل ټينګار کړیچې  یوې تل پاتې ، پیاوړي موافقې ته  درسیدا لازمه،د بندیزونو لغوه کیدل  او ضمانت ورکول دي او دا چې  هیڅ یوه موضوع  پکار ده،په راتلونکي کې د ایران په ضد داستفادې  لپاره د دباؤ داړم په توګه باقي پاتې نشي.

 

ټیګونه