Aug 08, 2022 14:36 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د عاشورا د ورځې تسلیت ویلی

د افغانستان د پخواني حکومت اجرائيه رئيس د تسلیت په پيغام کې ويلي شوي په دې ورځ حضرت امام حسین علیه السلام، سره د خپلو ۷۲ ملګرو په کربلا کې په شهادت ورسید.

د افغانستان پخواني اجراييه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په يو پيغام کې د محرم الحرام د لسمې یعنې د عاشورا د ورځې په مناسبت ټول افغان متدین ولس په ځانګړي ډول حسیني ماتم کوونکو ته تسلیت ويلی دی.

په پيغام کې ويلي شوي په دې ورځ حضرت امام حسین علیه السلام، سره د خپلو ۷۲ ملګرو په کربلا کې په شهادت ورسید.

ډاکتر عبدالله ويلي، حضرت حسین ع په هدفمندانه او اګاهانه ډول د چارو د سمون او اصلاح، د اسلام د مقدس دین له ارزښتونو څخه د دفاع، د ټولنیز عدالت د تامین او د دیني انحرافاتو د مخنیوي لپاره په قیام لاس پورې کړ.

ښاغلی عبدالله زياتوي چې د حضرت امام حسین علیه السلام غورځنګ د اسلام په تاریخ کې د عدالت او ازادۍ غوښتنې یو ستر نهضت و چې د وخت د ظالم حکومت پر وړاندې یې په ډیر لږ انساني ځواک او کمو امکاناتو سره په قیام لاس پورې کړ.

نوموړی وايي: د عاشورا له نهضت څخه موخه د ظلم او استبداد پر وړاندې مبارزه وه او په ټول افغانستان کې خلک هر کال د حسیني ماتم کوونکو ترڅنګ د عاشورا د ورځې درنښت پر ځای کوي.

ښاغلی عبدالله زياتوي: د عاشورا نمانځنه د افغانانو ترمنځ د همپالنې، همدلۍ او یووالي لپاره په یو فرصت بدله شوې ده.

ډاکتر عبدالله په پای کې د وروستیو ورځو د ترهګریزو پېښو د قربانیانو کورنیو ته تسلیت او تعزیت ووایه.

 

ټیګونه