Aug 09, 2022 05:52 Asia/Kabul
  • د حسیني شامِ غریبان د عزادارۍ مراسم ترسره شول

د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو او اصحابو د شامِ غریبان د عزادارۍ دستورې بیګا د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شوې

د حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو او اصحابو د شامِ غریبان د عزادارۍ دستورې تیره شپه د تهران په امام خمیني نومې امامبارګاه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شوې

په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام والمسلمین رفیعي په خپلې وینا کښې په وروستیو شیبو کښې په دې هکله د دښمن لښکر ته د سید الشهداء تاریخي خطاب ته په اشارې سره چې «که دین نه لرئ نو لږترلږه د دنیا په چارو کښې پتمن ووسئ»، وویل: حریت یعنې له نفساني خواهشاتو او شهوتونو د انسان باطني آزادي او د پتمن انسان پنځه نښې او ځانګړتیاوې په دا ډول دي: په خلکو کښې له ویره اچونې ډډه کول، حیا او پاکلمني، له مکر او خیانت څخه ډډه کول، د حلال مال د ترلاسه کولو لپاره کوشش او د عمومي حقوقو خیال ساتل.

په دغو مراسمو کښې هم داشان ښاغلي محمود کریمي ماتم وکړ او نوحې یې وویلې.

شامِ غریبان د امام حسین علیه السلام د اهل بیتو او کورنۍ او د کربلا له پيښې د پاتې اسیرانو او ماشومانو د بې کوره کیدو رایادونکې دی چې د عاشورا په ماښام د کربلا په دښته کښې د شپې په تیاره کښې بې پناه پاتې شول.

 

ټیګونه