Aug 09, 2022 07:19 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د لبنان د حزب الله عمومي منشي وايي، دغه غورځنګ په تیرو څلورو لسیزو کښې وښودله چې د امام حسین علیه السلام په لارې باندې پابند دی

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله بیګا په یوې وینا کښې د حسیني عاشورا د تسلیت په ویلو سره ټينګار وکړ چې دغه غورځنګ په تیرو څلورو لسیزو کښې وښودله چې د امام حسین علیه السلام په لارې باندې پابند دی.

هغه زیاته کړه: مونږ په محاصرې، لوږې، وژلو، نفسیاتي جنګ، ګواښ او ټرور او په داشان نورو ټولو سختیو کښې له امام حسین علیه السلام سره تړون تازه کوو.

د لبنان د حزب الله مشر هم داشان د دغه هیواد له امنیتي او پوځي ځواکونو څخه د هغه رول په وجه قدرونه وکړه چې د حسیني عزادارانو د غونډو د نظم او امنیت د ساتلو په لړ کښې یې ولوبوه.

 

ټیګونه