Aug 10, 2022 12:05 Asia/Kabul
  • دحضرت امام سجاد(ع)دشهادت  په مناسبت تسلیّت ومنئ

د تهراریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د زړه له  کومې تسلیّت وائي .  

د ایران اسلامی جمهوریت نن د اسلام دګران پیغمبر د یوه پاک لمسي او دامامت او ولایت دآسمان څلورم ستوري حضرت امام زین العابدین علیه السلام دشهادت  د کلیزې په مناسبت په ویر او ماتم کې ډوب دی او په دې مناسبت مینه وال دستورې جوړوي او  داهل بیت علیهم السلام  له سیرته خپل زړونه خړوبوي.

زمونږخبریال راپور راکړ،دحضرت امام رضا علیه السلام او دغه راز د حضرت بی بی معصومه سلام ا..علیها،حضرت عبدالعظیم حسنی او دحضرت امام خمینی په سپيڅلو حرمیّنو کې هم په دې اړه  دستورې روانې دي.

حضرت امام سجاد علیه السلام  په ۹۵قمری کال کې د وخت دظالم واکمن هشام بن عبدالملک په حکم سره په زندان کې مسموم او شهید کړئ شو.دهغه بزرګوار پاک مړی په جنت البقیع کې د خپل آکا حضرت امام حسن علیه السلام په څنګ کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د تهراریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د زړه له  کومې تسلیّت وائي .  

 

ټیګونه