Aug 15, 2022 06:38 Asia/Kabul
  • د ټرمپ په کور کې پټ شوي مدرکونه ډير زیات حساس اوسیکرټ دي

د امریکا ایف بی آئي  پولیسو، دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې دمحکمې په فرمان سره  ، د ډونالډټرمپ  دکرغیړنې ولسمشرۍ  له پړاؤ سره  د اړونده رسمی اوطبقه بندي شوو سندونو  د موندلو لپاره  په فلوریډا ایالت کې په مارئه لاګو کې دهغه په کورچاپه  ووهله او ډير زیات حساس او  سیکرټ مدرکونه او سندونه ئې ورڅخه ترلاسه کړل

د امریکا د کانګرس مشرې نینسي پلوسي،ددغه هیواد د پخواني کرغیړن ولسمشر له کور څخه  توقیف شوو سندونو ته په اشارې سره  ووئيل، دغه سندونه  له ډيرو پټو  سندونو هم لازیات حساس دي او دډونالډټرمپ له خوا دغه شان اقدام غیر قانوني دی

 روئيټرز خبری اژانس راپورورکړی،نینسي پلوسي په فلوریډا ایالت کې د امریکا دپخواني ولسمشر ټرمپ په کور د ایف بی آئي  پولیسو دعملیاتو په باب  او دغه راز د هغه له کوره د ډيرو سیکرټ سندونو ترلاسه کیدا په باب ووئیل ،  دغه سندونه، دامریکا له امنیت سره اړونده دي.

د امریکا ایف بی آئي  پولیسو، دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې دمحکمې په فرمان سره  ، د ډونالډټرمپ  دکرغیړنې ولسمشرۍ  له پړاؤ سره  د اړونده رسمی اوطبقه بندي شوو سندونو  د موندلو لپاره  په فلوریډا ایالت کې په مارئه لاګو کې دهغه په کورچاپه  ووهله او ډير زیات حساس او  سیکرټ مدرکونه او سندونه ئې ورڅخه ترلاسه کړل چې په دې اړه ټرمپ محکمې ته هم حاضر کړئ شوی دی.

 

ټیګونه