Aug 16, 2022 08:24 Asia/Kabul
  • د ایران د والیبال ټیم د اسلامي هیوادونو د پیوستون د سیالیو اتل شو

د ایران د سړیو د والیبال ملي ټیم د اسلامي هیوادونو د پیوستون د سیالیو فاینل لوبه وګټله

د ایران د سړیو د والیبال ملي ټیم د اسلامي هیوادونو د پیوستون د سیالیو فاینل لوبه وګټله

د اسلامي هیوادونو د همبستګۍ د سیالیو پنځم پړاؤ چې د آګست له نهمې نیټې د ترکیې په قونیه کښې پیل شوی دی، د هم دې میاشتې تر اتلسمې پورې دوام لري.

په دغو سیالیو کښې د ایران کاروان په ۱۶ برخو کښې په څه باندې ۲۴۰ لوبغاړو سره شتون لري.

د ایران پریس خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د سړیو د والیبال ملي لوبډلې د کامرون ملي ټیم ته ۳ پر ۱ سِټونو ماتې ورکړه.

 

ټیګونه