Aug 17, 2022 06:37 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې داحیاء پیکیج ته  د ایران ځواب رغنده او مثبت دی

اروپائي چارواکي چې غوښتل ئې نامه ئې وانخستل شی  وئيلی دي ،چې   اروپائي لوري ته د ایران ځواب باندې ارزونې روانې دي او په دې اړه دامریکاچین او روسیې پشمول د  ایټمی خبرواترو درستو لورو  نظرونو ته انتظار دی

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ، بلومبرګ خبری چینل،د ویانا له ایټمي خبرواترو سره  د یوې نزدې اروپائي سرچینې له قوله  چې  له امریکائي چارواکو سره په تماس کې دی،راپور ورکړ، اروپائي اتحادیه  د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د احیاء  اروپائي پیکیج ته  د ایران ځواب رغنده ګڼي. 

د ایران په ضد د غیر قانوني او ظالمانه بندیزونو دختمولو په چورلیزتوب سره  د  ویانا په خبرواترو کې د ګډون کونکو هیوادونو په تقریبا یوه خوله کیدا سره ،درست هیوادونه  دخبرواترو د لازر جمع بندۍ غوښته کوي،خو  نهائي موافقې ته رسیدادڅو باقي پاتې او اساسی  موضوعګانو په باب د امریکا  دسیاسی فیصلو په تمه ده.

بلومبرګ خبری چینل  په خپل راپور کې زیاته کړې ده، دغه څرګندونې د ایران ددریځ په باب لومړنۍ مثبته نښه ده  چې  په رسمي توګه ئې خپل ځواب  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء په باب  د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  مسئول  جوزف بورل  دپلان په باب  اروپائي لوري ته لیږدولی دی.

دغه اروپائي چارواکي چې غوښتل ئې نامه ئې وانخستل شی  وئيلی دي ،چې   اروپائي لوري ته د ایران ځواب باندې ارزونې روانې دي او په دې اړه دامریکاچین او روسیې پشمول د  ایټمی خبرواترو درستو لورو  نظرونو ته انتظار دی.په عین حال کې هغه وئيلي دي،د ایران  له خوا مثبت ځواب ته په پام سره ممکنه ده په راتلونکو څو ورځو کې ددرستو لورو له خوا دنرمښت اشارې وبریښیږي او په راتلونکي اونۍ کې دغه خبرې اترې په مثتبې نتیجې سره پاي ته ورسیږي.

 

ټیګونه