Aug 28, 2022 05:58 Asia/Kabul
  • افغانستان د آسیا کپ په وړومبۍ سیالۍ کښې سري لنکا ته ستره ماتې ورکړه

د روان ۲۰۲۲ کال د آسیا کپ په وړومبنۍ سیالۍ کښې سري لنکا ته د ماتې ورکولو په وجه طالبانو د افغانستان ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړه

د روان ۲۰۲۲ کال د آسیا کپ په وړومبنۍ سیالۍ کښې سري لنکا ته د ماتې ورکولو په وجه طالبانو د افغانستان ملي لوبډلې ته مبارکي ورکړه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر باندې ولیکل: افغان لوبغاړو ته دې د سري لنکا خلاف بری مبارک وي.

مجاهد د دې لړۍ په راتلونکو سیالیو کښې هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپآره د لازیاتو کامیابیو آرزو کړې ده.

د ویلو ده چې په دبئ کښې د کرکټ د آسیا جام د روانو سیالیو په اولنۍ لوبې کښې افغانستان سري لنکا ته سخته ماتې ورکړه.

د افغانستان د ټيم بالرانو د سري لنکا ټول ټیم په ۱۰۵ منډو آوټ کړ او دغه اسان هدف یې په یوولسم اوور کښې د دوو لوبغاړو په سوځيدو سره پوره کړ.

د آسیا کپ په لړ کښې نن ډیره مهمه سیالي د پاکستان او هندوستان د ملي ټیمونو ترمینځ کیدونکې ده.

 

ټیګونه