Sep 15, 2022 11:27 Asia/Kabul
  • انډونیزیا کښې دداني قبیلې د میرمنو ګوټې ولې غوڅیږي؟

زمونږ خبریال وايي په ټوله نړۍ کښې وسیدونکي خلک بیلابیلې ژبې او کلتور لري او د وسیدو مختلفې رودې لري چې په هکله یې په پوهیدا سره انسان حیرانه کیږي.

خو ځینې هیوادونه او سیمې شته چیرې چې د هغو د کلتور په هکله په پوهیدا سره به حیرانه شئ.

په دوې کښې یو رسم یا دود  د انډونیزیا د داني قبیلې دی چیرې چې د کورنۍ کوم کس مړ شي نو د ښځو ګوتې غوڅول کیږي.

د انډونیزیا په داني قبیلې کښې چې کله د کورنۍ کوم کس مړ کیږي نو د ښځو ګوتې د اکیپاین د رسم د پوره کولو لپاره غوڅول کیږي.

د انډونیزیا د داني قبیلې غړیو وویل د میرمنو د ګوتو د غوڅولو په وجه د مړو کسانو روحونو ته سکون او ارامښت ملاویږي.

د انډونیزیا د داني قبیلې خلک دغه خبره مني د ګوتو د غوڅولو په وخت میرمنو ته چې کوم درد کیږي نو د مړه کیدونکي  کس د درد په کمیدا کښې مرسته کوي.

په انډونیزیا  کښې ځینو کسانو د دغه رسم په ویرونکي او څاروي ډوله بللو سره د هغې پرضد اعتراض کړی دی او حکومت د دغه رسم د ختمولو لپاره اقدامات ترسره کوي.

 

ټیګونه