Sep 16, 2022 12:38 Asia/Kabul
  • کربلا ته شل میلیونه  بهرنیواوعراقي زایرینوسفرکړې دې

یحیی رسول ویلی دی په کربلا کې سږکال په اربعین کی ۱۵ میلیون عراقیانو او پینځه میلیون بهرني زایرینوشرکت کړې دې

 

د عراق دوسله وال ځواک د قوماندانۍ ویندوی وویل  کربلا ته شل میلیونه  بهرنیواوعراقي زایرینوسفر کړې دې.یحیی رسول ویلی دی په کربلا کې سږکال په اربعین کی ۱۵ میلیون عراقیانو او پینځه میلیون بهرني زایرینوشرکت کړې دې . ده همداراز زیاته کړی ده چی امنیتی ځواکونه به د زایرینو تر ستنیدا پورې په کربلا معلی کې شتون ولري .

د حسیني اربعین دستورې سږ کال د دو کلونو له محدودیت وروسته په ډیرې ولولې سره ترسره کیږی او هغه زایرین چی د کرونا په دلیل په تیرو دو کلونو کې له دغه معنوی سفره پاتې شوی وو له مختلفو لارو ځانونه کربلا ته رسوي .

د ۱۴۴۴ قمری کال د صفرې په ۲۰ چی د ۲۰۲۲ میلادی کال د  ستمبر له ۱۷ سره سمون خوری د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده او زایرین په دغه ورځ په حسینی اربعین کی د ګډون لپاره کربلا ښار ته ورځي .

 

ټیګونه