Sep 17, 2022 05:28 Asia/Kabul
  • په فلسطین او یمن کښې مقاومت د عاشورا د غورځنګ دوام دی

د تهران د دې اونۍ د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ چې په فلسطین او یمن کښې مقاومت د عاشورا د غورځنګ دوام دی

"حجت الاسلام سید محمدحسن ابوترابي‌فرد " د تهران د دې اونۍ د جمعې په لمانځه کښې چې په تهران پوهنتون کښې ترسره شو، د حسیني اربعین د رارسیدو په مناسبت د امام حسین علیه السلام د پاڅون فلسفه بیان کړه او هغه یې د یزید د استکباري او ډیکټاټوري نظام په نامه یو منکر وباله او ویې ویل: په یمن او فلسطین او نورو هیوادونو کښې د جهادي ځواکونو هوډ له ظالمانو او ډیکټاټوري واکمنانو سره د مقابلې لپاره د حضرت ابا عبدا... علیه السلام د لارې دوام دی.

هغه زیاته کړه: لبنان د عاشورایانو د ستر خوښت ځلا ده او د عراق حشد الشعبي د عاشورا له پيښې الهام اخیستی دی.

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د حسیني اربعین په دستورو کښې له زیارتوالو څخه د عراق کوربه توب ته په اشارې سره وویل: د امام حسین علیه السلام د زیارتوالو غوره کوربه توب او میلمستیا د عراق ولس او حکومت د پرتم او سترتوب په ویاړمن مقام کښې راوستی دی.

ابوترابي فرد حسیني اربعین د عاشورا د مکتب د مینه والو د ملاقات ځاې او انسان جوړونکي حسیني مکتب او مدرسه وبلله.

د ویلو ده چې نن په کربلا کښې د امام حسین علیه السلام او د هغوي د وفادارو ملګرو د شهادت د کلیزې څلویښتي یعنې اربعین دی او له ټولې نړۍ په تیره بیا له ایران او خپله د عراق له مختلفو سیمو څخه کابو شل میلیونه خلکو ځانونه کربلای معلی ته رسولي او عزادارۍ کوي.

مونږ هم د تهران راډیو په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته د حسیني اربعین په مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.

 

ټیګونه