Sep 18, 2022 12:38 Asia/Kabul
  • سږکال حسینی اربعیّن د ایران اوعراق د دوو ملتونو د ورورولي او دوستۍ پيوندلاپياوړی کړ

په میلیونونو کسانو له خپل ملیّت او حتی له دین او مذهب ورتیر،له سید الشهداء او دهغه بزرګوار له آرمانونو سره دخپل صمیمیّت بیعت بیرته نوی کړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني دحسینی اربعیّن له زیارتوالو دعراق دحکومت او ملت د کوربتوب په بیا قدرونې اوستاینې سره ووئيل سږکال حسینی اربعیّن،د ایران او عراق ددوو ملتونو او حکومتونو د ورورولۍ او دوستۍ پیوند لازیات مضبوط او پیاوړی کړ.

فارس خبري آژانس راپور ورکړ،ناصر کنعاني دحسینی اربعیّن د ولولناک اوپرتمین لاریون په ترسره کیدا پسې نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې دې ته په اشارې سره چې د کرونائي بحران  له امله دوه کلن ځنډ،د اربعیّن د ولسی او عظیم خوځښت دبیرته ترسره کیدا خنډ نه شو ولیکل،په میلیونونو کسانو له خپل ملیّت او حتی له دین او مذهب ورتیر،له سید الشهداء او دهغه بزرګوار له آرمانونو سره  دخپل صمیمیّت بیعت بیرته نوی کړ.

 د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي دې ته په اشارې سره چې د نړۍ دپلي لاریونتر ټولو ستره اجتماع،په میلیونونو انسانان،دیوه مقدس هدف په لور په یوې لارې کې څنګ په څنګ سره کړل،روښانه کړه؛ سږکال حسینی اربعیّن د ایران او عراق د دووحکومتونو او ملتونو د ورورولۍ او دوستۍ پيوند لاپیاوړی کړ.

 

ټیګونه