Sep 21, 2022 15:24 Asia/Kabul
  • د لیتهوانیا ښاریز په ۳۱۹ کلومیټره منډې وهلو سره نوی ریکارډ جوړ کړ

زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحادیې د غړي هیواد لیتهوانیا(lithuinia) یوه ښاریز الیګزنډر سوروکن په څلرویشتو ساعتونو کښې په یورپین چیمپین شیپ کښې د درې سوه نولس کلومیټره منډې وهلو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی.

رسنیو وویل چې الیګزیندر سورو کن په ایټالیا کښې په یورپین چیمپین شیپ کښې په منډې کښې برخه اخیستي وه او هغه په څلرویشتو ساعتونو کښې د درې سوه نولس اعشاریه شپږسوه څوارلس کلومیټره منډې په وهلو سره خپل پخوانی  ریکارډ مات وکړ.

له دې مخکې د الیکزینډر سوروکن د منډې وهلو ریکارډ درې سوه درې اعشاریه پینځه سوه شپږ کلومیټره و.

هغه په اینټرنیټ باندې په یوه پیغام کښې ویلي دي چې زه ستړی شوی یم خو ډیره ولوله لرم او د ټولو خلکو د ملاتړ ډیره ډیره مننه کوم.

 

ټیګونه