Sep 22, 2022 05:45 Asia/Kabul
  • امریکا اټومي تړون ته د ستنیدا ادعا وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر جوبایډن یوځل بیا اټومي موافقې ته د خپل هیواد د بیرته ستنولو لپاره د واشنګټن د چمتووالي ادعا وکړه.

جوبایډن د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په اوه اویایمې غونډې کښې په یوې وینا کښې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د امریکا د چمتووالي په هکله د خپلې ادعا په تکرارولو سره مدعي شو؛اټومي وسلو ته د ایران د رسیدا اجازه به ورنکړو.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح شوه چې واشنګټن د کورنیو مشکلاتو او د صهیونیسټ رژيم د دباو په وجه چې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا لپاره د فیصلې کولو قدرت نلري د ایران  ګرم ښودلو او د جعلي الټي میټم د ټاکلو تاکتیک ته مخه کړي ده او د اټومي تړون د خبرو اترو د بهیر د اوږدولو سبب شوی دی.

د ایران اسلامي جمهوریت تل ټینګار کړی که چیرې امریکا د موجوده حالت د ګرم په توګه خپله اراده وښي او د ایران منطقي غوښتنې او د یوې پایداره موافقې د بڼه د خپلیدا اړتیاوې ومني نو نهايي موافقه به ترسره شي.

امریکا د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ کولو سره له نړیوالې اټومې موافقې څخه وتلي ده او تراوسه دغه تړون ته بیرته نه ده ورستنه شوي خو یوازې ادعاګانې او چټي تورونه مطرحوي.

 

ټیګونه