Sep 22, 2022 16:05 Asia/Kabul
  • په ملګروملتوکې د بایډن وینا اومختلفو مسایلو په اړه غړونه

د بشری حقوقو د دفاع په اړه د بایډن دریځ په داسې حال کې بیان شوی چی امریکا په نړۍ کې د بشری حقوقو یوه تر ټولو ستره خلاف ورزۍ کونکۍ ده

 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شوروپه ورځ د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷ غونډه کې په خپله ویناکې بیلا بیلو مساییلو ته اشاره وکړه او هغو په اړه یې د واشنګټن دریځ بیان کړ.

هغه یوه مسله چی هغه ورته اشاره وکړه  ، بشري حقوق او ایران ، افغانستان او برما په شمول د نړۍ په مختلفو سیمو کې د هغه وضعیت وو .بایډن ادعا وکړه چی هیواد به یې تل د امریکا په داخل اود نړۍ په مختلفو سیمو کې له بشري حقوقو دفاع وکړي . هغه په دغه وینا کې ټینګار وکړ چی امریکا په سوله ایزه توګه د خپل اعتراض د بیانولو لپاره د ټولو انسانانو له حق هم دفاع کوی .

د بشری حقوقو د دفاع په اړه د بایډن دریځ په داسې حال کې بیان شوی چی امریکا په نړۍ کې د بشری حقوقو یوه تر ټولو ستره خلاف ورزۍ کونکۍ ده .د بشری حقوقو د رعایتولواو په امریکا کې د ښاریزو د حقوقو ، اجتماعي او وګړنیزو ازادیانو او حقوقو د ساتنې په زمینه کې د امریکا حکومت له لوري  له مطرح شویو شعارونو سره سره ، له تورپوستو ، لږکیو او ځای خلکو سره د توپیری او غیر انساني چلندونو ، له والدینو د بچیانو د جلا کولو په شمول  له کډوالو سره غیرانساني چلندونو ، له رنګین پوستو سره د امریکا د پولیسو بی حده تاوتریخجن چلند  ، د بندیانو وضعیت ، په خصوصی حریم تیری او په ډیرو نورو موردونو کې د امریکا حکومت کړچار له بشري حقوقو د دفاع په زمینه کې د واشنګټن د دروغجنو ادعاګانو ښودنه کوي .

د ایران د پارلیممان دبهرنی سیاسیت او ملی امنیت کمیشن مشر وحیدجلال زاده د امریکا په وسیله د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ موردونو ته په اشارې سره وایی د امریکا نفوس د درستې نړۍ د ټولو نفوسو پینځه فیصده کیږی خو د نړۍ ۲۵ فیصده زندانیان د دغه هیواد په جیلونو کې دي ، د تورپوستو ، میرمنو ، لاتین توکمه کسانو پرضد ظلم او تاوتریخوالې هره ورځ کیږی ، خو امریکا ځان د بشری حقوقو د ساتونکي په توګه معرفی کوی .

له بلې خوا واشنګټن له امریکا بهر  د ویتنام ، افغانستان ، عراق او سوریې په شان په ډیرو هیوادونو کې د جنګی جنایتونو ، حملو او پوځی عملیاتو اود ګوانتانامو جیل په شان دبدنامو زندانونو د رامینځته کولو او انساني ضد کړچارونو او شکنجې  باندې تورنه ده چی له بشري حقوقو د پلویتوب په زمینه کې دامریکا د دروغجنې ادعا ښودنه کوي .

هغه بله مسله چی بایډن په خپلې وینا کې په مفصله توګه مطرح کړه ، په یوکرین د حملې په دلیل په روسیې نیوکه وه . هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې ادعا وکړه  چی ماسکو د یوکرین په خاورې په پوځی یرغل سره د ملګرو ملتو د منشور بی شرمانه خلاف ورزی کړی ده او د ملګرو ملتو پأه اساس یې ګوزار کړی دی . هغه له خپلې خاورې سره د اوکراین د نیواکی سیمو د الحاق په اړه د ټول پوښتنې د ترسره کولو لپاره د روسیې په فیصلې په نیوکې سره وویل کرملین په لټه کې دې د خپلواکه هیواد په توګه د یوکرین د موجودیت حق له مینځه یوسی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چی د بهرنی تیری په وړاندی د اوکراین له مقاومت پریکنده دفاع وکړی . بایدن همداراز په اوکراین کې د هر ډول جنګی جنایت په ارتباط د روسیې په ځواب ویلو ټینګار وکړ .

بایډن په داسې حال کی په یوکرین د روسیې په حملې نیوکه کوی چی ظاهرا په تیرو اتیاکلونو کې د نړي په بیلا بیلو سیمو کې د امریکا په غمیزناکو لاس وهنو کارنامې او مخینې ته پام نلری . امریکا د ساړه جنګ په پړاو کې مختلفې حملې او جنګونه کړی دی چی پکې مهم د ویتنام جنګ وو . له ساړه جنګ وروسته هم امریکا د ستمبر د ۱۱ له حملو وروسته له ترهه ګرۍ سره د نړیوالې مبارزې په پلمه په افغانستان او د ډل وژونکیو وسلو د شتون په پلمه په عراق حمله وکړه او په زرګونو کسان یې په وینو کې ولغړول . همداراز په سوریه کې یې له ترهه ګرو ډلو پراخ ملاتړونه کړی . همداراز د بوش د ولسمشرۍ په پړاو کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د امریکا په ډرون حملو په زرګونو کسان وژل شوي دي .

په دې ډول د امریکا ولسمشر د هغه هیواد په توګه په دنیا کې تر ټولو زیاته جنګ غوښتنه او د بشری حقوقو تر ټولو توره کارنامه لري ، اوس د یوکرین والو د حقوقو دفاع کونکی شوی او په روسیې نیوکه کوی . په داسې حال کی چی امریکا اود هغې اروپایی متحدان د میلیارډونو ډالرو دپوځی او تسلیحاتی مرستو په وړاندی کولو سره د یوکرین د جنګ د دوام او پراختیا مسول دي .

 

 

ټیګونه