Sep 24, 2022 06:26 Asia/Kabul
  • که امریکا وغواړي ښه نړیواله ایټمی موافقه شونې ده

اسلامی ایران د سیمې د پولو او هرډول جیوپولټينک بدلون سره  مخالف دی  او د سیمې ترینګلتیاوې د سیمه ایزو  هیوادونو او حکومتونو په مشورو او راشه دیرشه سره دحل وړ دي او د پرَدَیو  لاسوهونې د حالاتو د لاترینګلي کولو هڅه کوي.

 د ایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  چې په نیویارک  کې دی ،بیګا ئې د هالینډ، ناروې ، برازیل ، سویډ  پاکستان  او یوشمیر نور و هیوادونو له خارجه وزیرانو سره لیده کاته وکړل او د دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو او بدلونونو په باب ئې د ایران لیدتوګې بیان کړې.

 امیر عبداللهیان  دهالینډ له  خارجه وزیر او مرستیال لومړي وزیر ویک هوکسټرا سره په کتنې کې ووئيل،اروپایان پخپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا وغواړي ،نو د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دمادو اجرا کول آسان دي، البته  دمتقابل احترام او ګټو په اساس باید عمل وشي او شوي ژمنتیاوې پوره شي.

د ایران خارجه وزیر  همداراز د  آذربایجان له خارجه وزیر  جیحون بایرامف سره هم په کتنې کې په ډاګه ووئیل،اسلامی ایران د سیمې د پولو او هرډول جیوپولټينک بدلون سره  مخالف دی  او د سیمې ترینګلتیاوې د سیمه ایزو  هیوادونو او حکومتونو په مشورو او راشه دیرشه سره دحل وړ دي او د پرَدَیو  لاسوهونې د حالاتو د لاترینګلي کولو هڅه کوي.

د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر هم په دغې کتنې کې  د دوواړخیزو  مناسباتو کې پر مطرحو موضوعګانو باندې په ټينګار سره ددواړو هیوادونو پر مشورو او ملګرتیاؤ ټینګار وکړ

 

ټیګونه