Sep 25, 2022 13:38 Asia/Kabul
  • په ملګروملتو کې د روسیې دمنزوي کولولپاره د لویدیځ هڅو ماته خوړلې

لویدیځ دمګړئ د ټول پوښتنو په باب تاؤتریخوالۍ رابرسیره کوي، چې هیڅ به په لاس ورنشي.

تاس خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې دخارجه وزارت ویندوئې ماریا زاخارووانن په ماسکو کې په یولړ څرګندونو کې په ملګروملتو کې د روسیې دمنزوي کولولپاره دلویدیځي هیوادونو دهڅو ناکامیدا ته په اشارې سره ووئيل، د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په څنډې کې دروسیې دپلاوي لیدوکاتو دروسیې دمنزوي کولولپاره دلویدیځي هیوادونو درستې هڅې  له مینځه وړی دي.

د ملګروملتو دعمومی اسبملۍ په دغې ناستې کې پر روسیې ددباؤ د اچولو لپاره د لویدیځوالو له هلوځلو سره سره د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف بیګا په یوې کوټلی وینا کې  د لویدیخ دروسي صده دریځونو باندې سختې نیوکې وکړې.لاؤروف همداراز د اوکراین  په ځينو برخو کې دټول پوښتنې دترسره کولو په دفاع کې ووئيل لویدیځ دمګړئ د ټول پوښتنو په باب تاؤتریخوالۍ رابرسیره کوي، چې هیڅ به په لاس ورنشي.

 

ټیګونه