Sep 28, 2022 06:32 Asia/Kabul
  • د اوکراین د څلورو سیمو دټول پوښتنې نیتجې د روسیې په حق کې دي

د اوکراین د په څلورو سیمو کې د انتخاباتو د مرکزي کیمشنونونو لومړنۍ نتیجې،له روسیې سره د یو ځاي کیدا لپاره د اکثریت دغوښتې  ښودنه کوي.


 د اوکراین د لوهانتسک، دونتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمو له روسیې سره د یوځای کیدا ټول پوښتنه دستمبر په درویشتمه پیل شوي او د ستمبر تر اوه ویشتمې پورې ئې دوام درلود.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ،په خرسون سیمې کې د رایو څوارلس فیصدي شمیرنې ښئې چې  په دغې سیمې کې  کابو اوه نوی راي ورکونکو، له روسیې سره د یوځای کیدا په ګټه خپلې رائې ورکړي دي.

 په زاپروژیا سیمې هم د رایو اتلس فیصدي ارزونې ښئ چې په دغې ټول پوښتنې کې  اته نوي اعشاریه نولس فیصدي ګډون کونکو، له ورسیې سره د یوځاي کیدا غوښته کړې ده.

 د دونباس په ختیځي سیمې کې په دونتسک او لوهانتسک  دوو جمهوریّتونو کې هم داکثریّتي خلکو رائ، له اوکراین څخه دجلا کیدا او له روسیې سره د یوځاي ګیدا په ګټه وې.

 په لوهانسک سیمې کې  هم دیارلس فیصدي شمیرنې ښئ چې  کابو اته نوي فیصدي راي ورکونکي ، له ورسیې سره د یوځاي کیدا غوښتونکي دي.

د لوهاسنک جمهوریت د انتخاباتو د مرکزي کمیشن د اعلان په اساس، په دغې سیمې کې مشارکت تر دې دمه  دوه نوي اعشاریه  شپږ فیصده اعلان شوی دی .

دلوهانتسک،دونتسک ،خرسون اوزاپروژیا سیمې  په ټول کې د اوکراین د ټاټوبی کابو پنځلس فیصدی برخه جوړوي.

 

ټیګونه