Sep 28, 2022 11:53 Asia/Kabul
  • د عمومي اسمبلۍ غونډه په نړیوالو ننګونو د غور کولو یو فرصت دی

د ایران خارجه وزیر هیله وښودله چې د ملګرو ملتو د عمومۍ اسمبلۍ روانه غونډه  نړیوالې صلحې او امنیت ته په ورپیښو ننګونو باندې د غور او د نظر د تبادلې لپاره یو فرصت دی

حسین امیر عبداللهیان پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ له مشر چابا کروشي سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې ایران د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ لپاره د لوړ مقام قائل دی، هیله څرګنده کړه چې د دغه ارګان روانه غونډه د نړیوالې صلحې او امنیت په برخه کښې په نړیوالو چیلنجونو باندې د نظر د تبادلې لپاره یو فرصت وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان د ایټمي موافقې د فعالولو لپاره د خبرواترو وروستی حالت او هم داشان له امریکايي لري سره تبادله شوي پیغامونه تشریح کړل او ویې ویل: ترهګرۍ او تندلاریتوب لاهم په لویدیځې آسیا کښې سترې ننګونې دي چې د افغانستان د حالاتو په خرابیدو سره د سیمې د ځینو هیوادونو لپاره د اندیښنې په سرچینې بدلې شوې دي.

د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د اووه اویایمې غونډې مشر چابا کروشي هم د ایران د اسلامي جمهوریت د کړنلارې په هرکلي او د ایران د ډیپلماسۍ توانمنۍ ته په اشارې سره وویل: ایران د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په پریکړه لیکونو کښې د اجماع جوړونې په بهیر کښې یو فعال رول لري.

کروشي هم داشان په ډیرو نړیوالو موضوعاتو باندې د غور په لړ کښې د امنیت شورا ناتوانۍ ته په اشارې سره زیاته کړه: د هیوادونو عمومي تمه، په نړیوال امنیت پورې اړوندو موضوعاتو باندې د غور لپاره د عمومي اسمبلۍ لا فعالیدل دي.

د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر پرون له نیویارک څخه راستون شو.

 

ټیګونه