Sep 29, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د روسیې د ولسمشر څرګندونې جدي وګڼي

زمونږ خبریال وايي د جرمني پخوانۍ صدر اعظمې انګلا مرکل په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وینا د کمزورتیا نښه ونه بولي او هغه جدي وګڼي.

هغې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د څرګندونو په اړه وویل دنیا باید د پوتین څرګندونې چې د سیاسي پوهې ښودنه کوي له تفکر کولو پرته د لاپو وهلو په توګه رد نکړي.

انګلا مرکل وویل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لویدیځ تعال ممکن دی چې د مانورې لپاره د فضا له رامینځته کولو سره مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره اونۍ د محدودې پوځي بسیج کونې په اعلانولو سره وویل لویدیځ هیوادونه د روسیې د کمزوري کولو ، ویشلو او په کامل ډول د تباه کولو هڅه کوي خو ماسکو هم اټومي وسلې لري او هم له هر اوزاره د ځان د دفاع لپاره استفاده کوي.

په همدي لړ کښې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا پرون وویل امریکا له اټومي وسلو د استفادې کولو لپاره د روسیې د کاږلو لپاره هیڅ سرحد نه پیژندي او له هرې حربې استفاده کوي.

هغې دې ته په اشارې سره چې روسیې تراوسه څو ځله له امریکا سره د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره اقدام کړی وویل دا په داسې حال کښې دي چې د واشنګټن اقداماتو دنیا د یوې غمیزې په درشل کښې وروستلي ده.

له دې مخکې د روسیې د خارجه وزیر مرستیال الکساند ګروشنکو د اوکراین په جنګ کښې له تاکتیکي اټومي وسلو د استفادې د احتمال په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې ویلي وو له اتومي وسلو استفاده د  روسیې د پوځي ډاکټرین برخه ده.

 

ټیګونه