Oct 03, 2022 06:09 Asia/Kabul
  • له ناټو سره د اوکراین یوځاې کول عاقلانه کار نه دی

فارس خبري اژانس راپور ورکړی د امریکا پخواني خارجه وزیر هنري کسینجر د پخواني شوروي اتحاد له دړې وړې کیدا وروسته له ناټو سره د اوکراین د یوځاې کولو لپاره د واشنګټن هڅې لیونتوب وبللې.

هغه د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا د فکر په کوټې کښې وویل واشنګټن هڅه وکړه له کوم توپیر پرته د جرمني د برلین دیوال له نړیدا وروسته د پخواني شوروي بلاک مخکني غړي تر یو چتر لاندې راولي.

هنري کسینجر ویل د روسیې له نظره امریکا هڅه وکړه دغه ټوله سیمه (شوروي) له کومې استثنا پرته د امریکا تر هدایت لاندې په یوه سټراټیژیک سیسټم کښې ادغام کړي.

د امریکا دغه نهه نوي کلن ډيپلوماټ وویل دغه بدلون اساسا د روسیې تاریخي ایمني کمربند له مینځه یوړه او په نتیجه کښې په ناټو کښې د اوکراین د شاملولو لپاره د امریکا هڅه عاقلانه نه وه.

کسینجر مخکې هم خبرداری ورکړی و امریکا ځان د هغو مسائیلو پر سر چې واشنګټن د ځان لپاره رامینځته کړي دي له روسیې او چین سره د جنګ په درشل کښې وروستلی دی.

 

ټیګونه