Oct 03, 2022 13:39 Asia/Kabul
  • د امریکاخارجه وزیرد نورډسټریم پروژې د ورانولو انګیزه ایشوا کړه

 د روسیې د خارجه وزارت ویندوئې په تلویحي توګه  د امریکا حکومت د نورډاسټریم د ګیسو منتقلونکي پایپ لاین کې د ورانکارۍ عامل معرفی کړ.

 ریانووستی راپور ورکړی،د  روسیې د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ماریا زاخارووا نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د امریکا  خارجه وزیر آنتونیو بلینکن ددغې پیښې په باب پخپلو څرګندونو کې په تلویحي توګه  په نورډ اسټریم پایپ لاین کې په ورانکارۍ اعتراف کړی دی.

 هغې په دوام کې زیاته کړې ده ،بلینکن په ښکاره  او له کوم شک پرته ، د نورډاسټریم یو او نورډ اسټریم دوه  ګیس پایپ لاین  دنابودولو لپاره دامریکا او دهغې دمتحدانو  دانګیزو په باب خبرې وکړې.

 دروسیې دغه ډيپلوماټې  یادونه کړېچې  د امریکا خارجه وزیر دکینیډا له  خارجه وزیرې ملاني جولي سره په خبري ناستې کې په امریکا کې د مائع ګیس د تولید د زیاتولو په باب خبرې کړي او مدعي شوی  واشنګټن اوس د اروپا لپاره دګیسو په اصلی تامینونکي بدل شوی دی.

 میرمن زاخارووا په ونیا،آنتونی بلینکن مدعی شوی دید نورډ اسټریم پيښه  باید  د انرژۍ د سرچینو له خرڅولو څخه له ترلاسه شوي عایده د ماسکو د محرومولو او دتل لپاره یو ځل د ر وسیې له انرژۍ سره  له اړوندوالي د ژغورلیکدا  لپاره یو حیرانونکی فرصت په نظر کې ونیول شي. روسیه  له انرژۍ څخه د  وسلې په توګه استفاده کوي.

د روسیې دخارجه وزارت ویندوئې همداراز ټينګار کړی دی ،ماسکو نیمه پيړۍ کیږي،چې له کومې وقفې پرته د لویدیځي هیوادونو ته ګیس رسوي، البته اوس د واشنګټن دروغ،په نورډ اسټریم کې ددوي جنایتکاره ورانۍ تائيدوي.

 

ټیګونه