Oct 03, 2022 14:07 Asia/Kabul
  • اروپا دګیسو دکمښت له بې مخینې خطرې سره د سږني ژمي هرکلی کوي

اروپائي اتحادئې دخپلو ګیسو اته اتیا فیصدي زیرمې ډکې کړي دي او دا په داسې حال کې دي چې  د انرژۍ د نړیوال آژانس  دارزونې په اساس، در وسیې د ګیسو دغوڅيدا په بڼه کې  د اروپائي اتحادئې د ګیسو زیرمې تر نوي فیصدو پورې باید پشبړ شي.

د انرژۍ د نړیوال آژانس وئيلي دي،اروپا ته د روسیې د ګیسو د صادراتو د زیاتره برخې په غوڅولو کې  ددغه هیواد په اقدام پسې دغه لویه وچه، د طبیعي ګیسو د سرچینو د کمښت له بې مخینې خطرې سره سږکال د ژمي هرکلی کوي.

ایسو شی ایټيډپریس  آژانس  راپور ورکړی، په پاریس کې دیره د انرژۍ د نړیوال آژانس دفتر  په خپل درې میاشتنې راپور کې  چې نن خپور شوی وئيلی دي،د اروپائي اتحادئې غړي هیوادونه په اوکراین کې د جنګ په  اوج کې د  روسیې د ګیسو د صادراتو د بشپړ غوڅيدا په بڼه کې باید په ژمي کې  دګیسو خپل مصرف دیارلس فی صده کم کړي.

راپورونه ښئ  اروپائي اتحادئې دجمعې په ورځې د بیّو د اوج په ساعتونو کې د بریښنا دمصرفتر پنځو فیصدو پورې له کمیدا سره موافقه کړې ده.

د روسیې دګیسو ډيره کمه اندازه تردې د مه  بلغاریاته د ترکیې له لارې  په درست تورسمندرګي کې او د اوکراین له لارې سلواکیه د ګیسو پایپ لاین ته واردیږي. د ګیسو منتقلونکي دوې نوره لارې  له بالټیک سمندره جرمني ته او د سپينې روسیې له لارې پولینډ ته غوڅې شوي دي.  

ټیګونه