Mar 19, 2017 16:40 Asia/Kabul
  • د اوښې شیدې د نر سړي د جنسي قوت په زیاتولو سربیره دانسان په بدن کښې کولیسټرول کموي   .
    د اوښې شیدې د نر سړي د جنسي قوت په زیاتولو سربیره دانسان په بدن کښې کولیسټرول کموي .

زمونږخبریال وایی انسان له زرګونو کلونو راهسې د اوښې شیدې(camel milk) څښی او عربانو خو د اوښانو په هکله ستر ستر کتابونه هم لیکلی دی .

خو په لویدیځو هیوادونو کښې د اوښې په شیدو رسمی تحقیق په تیرو څو لسیزو کښې پیل شوی دی .

په دغه تحقیق کښې دانسان په روغتیا د اوښې دشیدو داغیز په هکله غور شوی دی .

د اوښې دشیدو په هکله ویل کیږی چې هغه د ډیرو خطرناکو ناروغیو مخه نیسی .

ویل کیږی چې  د اوښې شیدې دهغو کسانو چې ونه او قد یې ټیټ وی قد زیاتوی .

داوښې  شیدې دسړیو جنسی قوت پیاوړی کوی او همدغه وجه ده چې په عربانو کښې اوس هم ډیر سړی د اوښې شیدې څښی او دغه شیدې ډیر شهرت لری .

داوښې په شیدې  کښې زیات ویټامینز او منرلز یعنی معدنیات وی .

په هغو اوښانو کښې چې په ملا کښې دوې(۲) ډونګې لری د عربی نسل د  اوښانو په پرتله د چربۍ او وازدې مقدار زیات وی .

د اوښې شیدې د نر سړی د جنسی قوت په زیاتولو سربیره دانسان په بدن کښې کولیسټرول کموی   داپه داسې حال کښې ده چې داوښې په شیدو کښې دعامو شیدو په نسبت دچربۍ مقدار او اندازه زیاته وی .

د غوا(Cows) او داوزو (Goats) د شیدو په مقابلې کښې داوښې په شیدو کښې پروټین هم زیات وی .

دغوا دشیدو په مقابل کښې داوښې په شیدو کښې ویټامین سی (Vitamin-C)درې برابره او ایرن(Iron) لس برابره زیات وی .

د اوښې په شیدو کښې دغه راز میګنیشم ، میګنیز  زنک، پوټاشیم ،کاپر ، سوډیم ،ویټامین بی او ان سیچورټید(Undaturated ) فیټی ایسډز هم دغوا دشیدو په پرتله زیات وی خو له بده مرغه داوښې شیدې په هر ځاې کښې نه ملاویږی .

خواوس په امریکا او نورو اروپایی هیوادونو کښې یوشمیر چارې په نظر کښې نیول شوی دی .

اوس په امریکا کښې پینځه زره(۵۰۰۰) اوښان شته او ددغه هیواد په ډیروایالتونو کښې د اوښې د شیدو د ویشلو او  هغه له مایکروبونو دپاکولو په  هکله قوانین جوړوی .

یوه اوښه په ورځ کښې کابو دیرش (۳۰)لیټره شیدې ورکوی .

 

ټیګونه

کمنټونه