Oct 23, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • دمارچوب داستعمال په وجه دانسان په بدن کښې د سپرم د شمیر د زیاتیدا بهیر هم زیاتیږي .
    دمارچوب داستعمال په وجه دانسان په بدن کښې د سپرم د شمیر د زیاتیدا بهیر هم زیاتیږي .

زمونږ خبریال وایی اولاد یو(۱) داسې نعمت دی چې هیڅ متبادل نلری او له اولاد څخه بې برخې خلک دربدر ګرځی او ډیر کړیږی .

داولاد خواهشمند خلک ډاکټرانو، پیرانو او حکیمانو ته ورځی او ډاکټران او حکیمان دهغوې ډیر لګښته درملنه هم کوی خو دغه درملنه ډیرې کمه نتیجه ورکوی .

بې شکه  په هغو کسانو کښې  چې وادونه یې کړی دی د پلار او مور دجوړیدا خواهش زیات وی خو ددغه خواهش  دپوره کیدا په لاره کښې یو خنډ د سپرم (sperm)یعنی دمنۍ کموالی دی .

دانسان په بدن کښې د سپرم د کموالی له مسلې د ژغورنې لپاره داسې بوټی او میوې شته چې نه یوازې ښه ذایقه لری بلکې منی(SPERM) پایداره کوی او منۍ زیاتوی هم .

مارچوب() بوټی : مارچوب بوټی له ویټامین سی څخه ډک وی او دغه شنه سبزی د نر سړی سپرم له خرابیدا څخه بچ کوی .

په دې سربیره دمارچوب داستعمال په وجه دانسان په بدن کښې د سپرم د شمیر د زیاتیدا بهیر هم زیاتیږی .

ناشپاتۍ : په ناشپتی کښې ویټامین ای ، بی سیکس او فولک ایسیډ په زیات مقدار کښې وی چې دغه چاره نه یوازې د نر سړی د سپرم زرخیزې زیاتوی بلکې  منی مضبوطوی هم .

کیلا : په بیلابیلو تحقیقاتو کښې دغه خبره ثابته شوی ده چې په کیلې کښې داسې شیان شته چې د نر سړی  دسپرم یا منی په زیاتولو کښې ډیره مرسته کوی .

کیلا چې ویټامین بی ون ، ، ویټامین ای او  سی لری دانسان دجسنی قوت په زیاتولو سربیره د مباشرت یعنی د کوروالۍ بهیر هم ګړندی کوی .

Image Caption

 

غټه غوښه :په عام ډول ډاکټران داولاد خواهشمندو کسانو ته له غټې غوښې د لیرې کیدا مشوره ورکوی خو مشهور ډاکټر اوز وایی چې غټه غوښه له زنګ(ZINC) څخه ډکه وی او غټه غوښه دجنسی هارمونونو په پیاوړی کولو سره د مباشرت وقت زیاتوی .
هوږه(Garlic): په هوګې کښې موجود طاقت دانسان د وینې بهیر ګړندی کوی چې له کبله یې د انسان سپرم پایدار کیږی .

په هوګې کښې موجود ویټامین بی شپږ(B-6)  دانسان دسپرم د خرابیدا مخه نیسی .

په دې سربیره د اواکدو(AVOCADO) سبزی ، خړ چاکلیټ ، جینسنګ ، کستورا کب ، انار او په غوزانو کښې موجود پروټینونه نه یوازې د انسان سپرم پیاوړی کوی بلکې سپرم زیاتوی هم .

د طب په اړه لا نورو زیاتو مطلبونو لپاره زمونږ د ویبپاڼې روغ رنځور برخې ته مراجعه وکړي.

ټیګونه

کمنټونه