Oct 24, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • پسته د ټولو خلکو ډیره خوښیږي او  داسې وچه میوه ده چې یوازې په یویشتو(۲۱) ورځو کښې د سړیو جنسي کمزورتیا ختموي .
    پسته د ټولو خلکو ډیره خوښیږي او داسې وچه میوه ده چې یوازې په یویشتو(۲۱) ورځو کښې د سړیو جنسي کمزورتیا ختموي .

زمونږ خبریال راپور راکړی که چیری کوم سړی جنسی کمزورتیا لری یا په راتلونکی کښې له جنسی کمزورتیا ځان بچ ساتل غواړی نو دکومې ګرانبیه دواې یا درملو د اخیستلو او خوړلو هیڅ ضرروت نشته ځکه چې الله تعالی دیوې وچې میوې په بڼه کښې انسان ته دجنسی طاقت لویه خزانه ورکړی ده .

دترکیې ساینس پوهانو په اولسو(۱۷) ځوانانو چې جنسی کمزورتیا یې لرله یو (۱)تحقیق کړی دی چې نتیجو یې دټولې دنیا ډاکټران حیرانه کړی دی .

دترکیې ساینس پوهانو دغو اولسو(۱۷) ځوانانو ته هره ورځ کابو سل(۱۰۰) ګرامه وچه پسته ورکوله او یوازې په دریو(۳) اونیو کښې دنوموړیو ځوانانو په ژوند کښې یو ستر بدلون راغلی وو او دهغوې جسنی کمزورتیا ختمه  شوی وه او هغوې له مخکې څخه  ډیر ښه دکوروالۍ وړ شوی وو .

په دې سربیره ددغو اولسو(۱۷) ځوانانو روغتیایی حالت هم ښه شوی وو او مثبت بدلون پکښې راغلی وو .

په دغو اولسو(۱۷) ځوانانو کښې دغه راز ګټور کولیسټرول ایچ ډی ایل(HDL) زیات شوی او تاوان لرونکی کولیسټرول ایل ډی ایل(LDL) کم شوی وو .

د ترکیې ساینس پوه نائیجل مشیل د تحقیق د نتیجو په اړه وویل پسته ډیره ښه میوه ده او پروټین پکښې  زیات دی او په پسته کښې داسې غوړوالی شته چې د انسان دبدن لپاره ګټه لری .

هغه  وویل په پسته کښې شنه برخه په اصل کښې اینټی اکسیډانټ(Anti Oxidant) ده کومه چې دانسان بدن نه یوازې له فاسدو موادو پاکوی بلکې دانسان ذهنی دباو هم کموی .

دغه  ساینس پوه وویل تاسو د هغو کسانو لپاره چې وادونه یې کړی دی پسته یو خاص نعمت بللی شئ ځکه چې په پسته کښې سلینم شته او زینک پکښې هم شته کوم چې دنرانو منی زیاتوی او د سړیو ټیسټاسټرون هارمونونه هم زیاتوی .

لنډه دا پسته د ټولو خلکو ډیره خوښیږی او  داسې وچه میوه ده چې یوازې په یویشتو(۲۱) ورځو کښې د سړیو جنسی کمزورتیا ختموی .
د نورو طبي مطلبونو لپاره زمونږ د سایټ روغتیا برخې ته مراجعه وکړي.

 

ټیګونه

کمنټونه