می 06, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • ترکیه د ایس-۴۰۰ د اخیستو د تړون په وړاندې پر خپلو ژمنو پابنده ده

د ترکیې د ولسمشر مرستیال پرون ویلي چې انقره له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله د میزائل دفاعي سیسټم د اخیستو د تړون په لړ کښې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

د ترکیې د ولسمشر مرستیال پرون ویلي چې انقره له روسیې څخه د ایس-۴۰۰ ډوله د میزائل دفاعي سیسټم د اخیستو د تړون په لړ کښې پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتاي څرګنده کړه چې ترکیې دغه تړون لاسلیک کړی او پرې عمل کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم تیره اونۍ ویلي وو چې انقره د واشنګټن د ګواښونو او مخالفتونو سره سره له روسیې نه ایس-۴۰۰ توغندوي سیسټم اخلي.

د ویلو ده چې پ هدې وروستیو میاشتو کښې د ایس-۴۰۰ دفاعي توغندوي سیسټم د پيرلو په شمول مختلفو مسائلو په سر د امریکې او ترکیې ترمینځ کشاله ګرمه شوې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه