می 07, 2019 06:13 Asia/Kabul
  • د استنبول دښاروالۍ د انتخاباتو نتیجې باطلې شوې

د ترکیې د اناتولی خبری اژانس له راپور سره سم د ترکیې د انتخاباتو لوړې شوراپه یوه اعلامیه کی ویلی دی چی په دغه ښار کی به د جولای په ۲۳ نیټه انتخابات بیا ترسره شی .

 

د ترکیې د انتخاباتو لوړې شورا د استنبول د ښاروالۍ د  انتخاباتو نتیجې چی د دغه هیواد د حکومت مخالف ګوند پکې بریالې شوی وو ، باطلې اعلان کړی .

د ترکیې د اناتولی خبری اژانس له راپور سره سم د ترکیې د انتخاباتو لوړې شوراپه یوه اعلامیه کی ویلی دی چی په دغه ښار کی به  د جولای په ۲۳ نیټه انتخابات بیا ترسره شی .

په عین حال کی د حکومت  د مخالفې اصلی خواوې  یعنی د خلق د جمهوری ګوند مرستیال ویلی دی چی په استنبول کی د انتخاباتو د بیا ترسره کیدا په اړه د واکمن ګوند فیصله دیکتاتوری او د خلکو له ارادی سره د دغه ګوند د مخالفت ښودنه کوی . 

 

ټیګونه

کمنټونه