Jun 29, 2019 07:48 Asia/Kabul
  • دجی شل ډلې دغړو زیاترو مشرانو د نړیوالې ایتمی موافقې پر بشپړ اجرا ټینګار کړی

د جی شل ډلې څوارلسمه سرمشریزه پرون ماښام د جاپان په اوکازا ښار کې پیل شوی او تر نن پورې به دوام وکړی .

 روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ  دجاپان  په اوزاکا ښارکې د جی شل ډلې  دسرمشریزې په څنډې کې  د  چین  ولسمشر شی جین پینګ او دجرمنی صدراعظمې میرمن آنګله مرکل   ټینګار کړی ،  دایران ایټمی موضوع باید  په سوله ایز ډول حل  او له تاؤتریخوالی هم ډده وکړائ شی .

 دواړو لورو د لویدیځی آسیا په اوسنیو ترینګلو حالاتو  هم دخواشینۍ په څرګندولو سره  وئیلی  هره یوه شخړه په خبرو  او ډیپلوماټیک انداز سره حل کیدلی شی اوباید له  شخړو او تاؤتریخوالو د ختمولو  هڅه وشی .

ددغې غونډې تر څنګ همداراز د  چین  ولسمشر شی جین پینګ ، د  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هندوستان  لومړی وزیر نریندرا مودی هم   په درې اړخیزې ناستې کې پر سیمه ایزو اونړیوالو  حالاتو په باب پر ملګرتیاؤ  او سوله غواړی دریځونو ټینګار وکړ  او په  سیمې او نړۍ کې ئې د سولې آو ثبات  لپاره د ملګرتیاؤ  د پیاوړتیا غوښتنه وکړه .

  د جی شل ډلې  څوارلسمه سرمشریزه  پرون ماښام د جاپان  په اوکازا ښار کې  پیل شوی   او تر نن  پورې به دوام وکړی . په جی شل ډلې  کې   انګلستان ،جرمنی ، ا مریکا، اروپائی اتحادیه ، ایټالیا، چین ،جاپان ، روسیه عربستان ، انډونیشیا ، آسټریلیا ،ترکیه ، برازیل ، ارژانتین ،  کینیډا  هندوستان ، جنوبی کوریا ، جنوبی افریقا او میکسیکو  هیوادونه شامل دی .

 

ټیګونه

کمنټونه