Jul 19, 2019 07:24 Asia/Kabul
  • له ایران سره جنګ نه غواړو

په ملګرو ملتو کښې د عربستان دائمي استازي په دې خبرې سره چې هیواد یې له ایران سره جنګ نه غواړي، له تهران سره د ځینو اړیکو خبر ورکړ.

عبدالله المعلمي پرون په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په دفتر کښې خبریالانو ته وویل چې سعودي عربستان له ایران سره جنګ نه غواړي، هغه که په یمن کښې وي او که په کوم بل ځاې کښې.

هغه وویل چې په تیره جون میاشت کښې په مکه مکرمه کښې د اسلامي ملګرتیا د سازمان د غونډې له لارې له تهران سره ځیني تماسونه ونیوی شول. البته په دې اړه یې زیات وضاحت ونه کړ.

هغه په دې خبرې سره چې هیواد یې له ایران سره تعامل ته سفارتي چمتووالی لري، وویل: دا چاره ګډو زمینو ته اړتیا لري.

المعلمي هم داشان څرګنده کړه: وخت رارسیدلی چې په یمن کښې جنګ ختم شي.

 

ټیګونه

کمنټونه