Sep 17, 2019 15:27 Asia/Kabul
  • د سعودي رژيم په سپکاوي او ترې د زياتې ګټې په اخېستو د ټرمپ تاکيد

امريکې د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ په دوره کښې د فارس خليج او د هغه د جنوبي څنډې هېوادونو په تېره بيا سعودي ته خاصه پاملرنه ښودلې ده او له سعودي رژيم سره يې د وسلو بې مخينې معاهدې لاسليک کړي دي. په دې زمينه کښې د واشنګټن بهانه د امريکې له ګټو څخه ملاتړ او د ايران لخوا له ادعائي ګواښونو سره مقابله ده.

له وروستيو واقعاتو يعنې د تېر خالي په ورځ  د سعودي په الشرقيه صوبه کښې د آرامکو تيلي شرکت په تاسيساتو د يمن د مقاومت له ډرون حملې او په نړيوالو بازارونو کښې د تېلو د بيې له بې مخينې زياتېدو وروسته ټرمپ له دغه حالت څخه د ناوړې استفادې په لټه کښې شوے دے او له ايران څخه د ويرونې د زياتولو لپاره له کوشش سره سره د سعوديانو د لا زيات لشلو په فکر کښې شوےدے.

په دې لړ کښې د امريکې ولسمشر د تېر ګل په ورځ يو ځل بيا له سعودي وغوښتل چې «له دغه هېواد څخه د واشنګټن د ملاتړ په بدله کښې دې پېسې ادا کړي.» ډونالډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کښې د بحرين د وليعهد په کتنه کښې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو په شان د هيڅ ډول سند او ثبوت له وړاندې کولو نه بغېر ايران د سعودي د تېلو په تاسيساتو د حملې ذمه وار وبلۀ او وې ويل: «واشنګټن د سعودي له امنيت څخه دفاع ته آماده دے په دې شرط چې سعوديان زياتې پېسې ولګوي.»

ټرمپ د تېر ګل په ورځ په يو لړ څرګندونو کښې وړومبې د فوځي اقدام د احتمال لپاره د امريکې د چمتووالي خبره وکړه او به يو ټوئيټ کښې يې ادعا وکړه چې د سعوديانو په طمه دے چې ووائي د هغوي له نظره ګرم څوک دے او واشنګټن په کومو شرائطو سره عمل وکړي، خو په ورپسې مرحله کښې يې له ايران سره د سعودي په تيلي تاسيساتو باندې د حملې د ماجرې په سر چې واشنګټن ادعا کوي دغه کار له ايران سره د ښکېلېدو د احتمال په اړه هم تاکيد وکړ چې امريکه په هيڅ وجه له ايران سره ښکېلېدل نه غواړي.البته د امريکې د خارجه وزير او د انرجۍ د وزير په شمول امريکائي چارواکو د ايران په خلاف د بې بنيادو ادعاګانو په تکرارولو سره ويلي دي چې تهران د سعودي په تيلي تاسيساتو باندې د يمني ډروني عملياتو شا ته شتون لري.د امريکې د ۲۰۲۰ کال  د ولسمشرۍ د انتخاباتولپاره د ډېموکرېټو نامزد او خپلواکه سېنېټر برني سېنډرز ټرمپ ته په خطاب سره وويل: کانګرس به تا ته د اېشيا په لويديځ کښې د يو بل غميزناک جنګ د شروع کولو اجازه درنکړي، هغه هم يوازې په دې خاطر چې د سعودي وحشي ډېکټاټور له تادغه غوښتنه لري.

داسې ښکاري چې د امريکې ولسمشر دا غواړي چې د ايران د ګواښونو په بهانه يو ځل بيا له سعودي رژيم سره نوې فوځي او تسليحاتي معاهدې وکړي او ترې د تش په نامه دفاع لپاره د لا زياتو پېسو غوښتنه وکړي. په داسې حال کښې چې وروستي واقعات ښودنه کوي چې نۀ د سعودي د لسګونو ميليارډ ډالرو وسلو اخېستلو او نۀ حتی په سيمه کښې د امريکې فوځي شتون نه دي کړې شوي د سعودي د خاورې په زړۀ کښې په پرتو اهدافو د يمن د مقاومت د ډېرو موثرو ډرون او توغنده اي حملو مخه اونيسي.

د ټرمپ د حکومت سياست تل له سعودي رژيم څخه البته د امريکې د ګټو په چوکاټ کښې ملاتړ ؤ او دے. د امريکې ولسمشر په ذاتي توګه د بهرني سياست تجارتي کولو کوشش کوي او غواړي له سعودي سره د تعلقاتو له لارې اقتصادي ګټې تعقيب کړي. ټرمپ څو ځل سعودي رژيم د لشېدونکې غوا په څېر بللے دے چې پکار دي تر آخره ولشلې شي. د ټرمپ د حکومت لپاره د سعودي په اقتصادي اهميت کښې همدا ټکےکافي دے چې ټرمپ په خپل وړومبني بهرني سفر کښې رياض ته لاړ او له سعودي رژيم سره يې د يو سل لسو ميليارډ ډالرو وسله ايزې معاهدې لاسليک کړې. له دې سره سره هغه باوري دے چې د سعوديانو بقاء د امريکې له دومدار ملاتړ سره وابسته ده. ټرمپ په يوه انتخاباتي وېنا کښې تاکيد کړے ؤ، «د سعودي باچائي نظام به د امريکې له ملاتړه بغېر په دوو هفتو کښې دړې وړې شي.» البته ټرمپ څه موده مخکښې د کانګرس د مصوبې چې په سعودي باندې د وسلو د اضطراري خرڅولو د مخه نيونې غوښتنه پکښې شوې وه په ويټو کولو سره د خپل اقدام په توجيه کښې دغه هېواد په خپل اند د ايران د تش په نامه مخربو فعاليتونو مخې ته يو بند بللے ؤ.

البته ټرمپ سعوديانو ته د دې مسئلې چې د سعودي رژيم بقاء د امريکې له ملاتړ سره وابسته ده د وريادولو لپاره له هر فرصته استفاده کوي او د سعوديانو لخوا د لا زياتو پېسو د ادا کولو غوښتنه کوي.

-----------

 

ټیګونه

کمنټونه