Sep 18, 2019 15:44 Asia/Kabul
  • مرکل وويل: د اېشيا په لويديځ کښې د تاوتريخوالو کمښت برجام ته ستنېدل دي

د اروپائي اتحاديې او اروپائي ټرويکا يعني جرمني، فرانسې او برطانيې له نظره برجام ايټمي موافقه د اېشيا په لويديځه سيمه او نړۍ کښې د صلحې او امنيت په ساتنه کښې يو ډېر مهم رول لري.اروپايان باوري دي چې له برجام څخه د امريکې وتل په فارس خليج سيمه او د اېشيا په لويديځ کښې د بې ثباتۍ او تاوتريخوالي سبب شوي دي.

په دې لړ کښې د جرمني وزيراعظمې مېرمن آنګلا مېرکل د ستمبر په اولسمه نېټه تاکيد وکړ، د اېشيا په لويديځ سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره يوازېنۍ لار شته او هغه د برجام نړيوالې ايټمي موافقې ته ستنېدل او ورباندې عمل کول دي. مېرکل چې وړمه ورځ يې د اردن له باچا سره په ګډ نړيوال اخباري کانفرنس کښې وېنا کوله تاکيد وکړ، برلېن سخت باوري دے چې له ايران سره ايټمي موافقه چې په ۲۰۱۵ کال کښې لاسليک شوه يو داسې جوړښت دےچې پکار دي د تاوتريخوالو د کمولو لپاره ورته مراجعه وکړو. هغې د سعودي په تيلي تاسيساتو باندې د يمن د مقاومت له ډرون حملو وروسته په سيمه کښې د تاوتريخوالو اندېښمنونکي زياتوالي ته په اشارې سره وويل، هغه تل باوري ده چې اوږده او پياوړې حل لاره به د سياسي خبرو اترو په بنياد ترلاسه شي.

دا په داسې حال کښې دي چې له وروستيو پېښو نه پس د واشنګټن ردعمل يوازې په ايران د تور لګولو او ګواښلو په اړه ؤ. په حقيقت کښې د ټرمپ حکومت له برجامه په وتلو کښې په خپلې غلطې فېصلې باندې چې نه انکارېدونکې نتيجه يې د فارس خليج په سيمه کښې د تاوتريخوالي او بې ثباتۍ زياتېدل دي ټينګار کوي.

دا په داسې حال کښې دي چې د اروپائي ټروئيکا او اروپائي اتحاديې له نظره له برجامه په وتلو ، د برجام په ګډوډولو او د دغې موافقې په لغو کولو کښې د واشنګټن اقدام به منفي اثرات په ځان پسې ولري. اروپايان برجام يوه  څو اړخيز موافقه بولي چې د نورو نړيوالو لانجو د هواري لپاره هم ترې د يوې نمونې او ماډل په توګه کار اخېستې شي.

په سيمه ايزې او نړيوالې صلحې او ثبات کښې د برجام په رول او کارکردګۍ باندې د اروپائي اتحاديې د يو ډېر مهم هېواد په توګه د جرمني د وزيراعظمې تاکيد د ټرمپ د حکومت له برجامي تګلارې سره څرګند فرق لري. د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ادعا کړې چې برجام ايټمي موافقې د امريکې د خوښې ګټې او اهداف نه دي پوره کړي او په عين حال کښې له برجام نه په وروسته دوره کښې په بنيادي توګه د ايران له ايټمي پرمختګونو څخه مخنيوے نه شي کولې . هغه د ايران د ايټمي پروګرام د پټ دوام په اړه د صهيونېسټ رژيم ادعاګانو ته په پام سره د ۲۰۱۸ کال په مۍ کښې له برجامه ووتۀ او د ډېر زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې يې په ايران باندې د ۲۰۱۸ کال په اګست او نومبر کښې په دوو مرحلو کښې بې مخينې بنديزونه ولګول چې ترټولو مهم اړخ يې د ايران د تېلو د صادراتو صفر ته د رسولو په هدف سره تيلي بنديزونه دي.

د واشنګټن بې مخينې اقتصادي بنديزونه او دباوونه د دواړو هېوادونو ترمېنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو سبب شول چې د هرمز په تنګۍ او فارس خليج کښې د وروستيو مياشتو بدلونونه يې ځينې نتائج دي. د ټرمپ حکومت په ايران د دباو او رعب اچولو سياست غوره کړے دے. دا په داسې حال کښې دي چې د فارس خليج په سيمه او هرمز تنګۍ کښې د ايران ټول اقدامات د امريکې له ګواښونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره يو دفاعي او مخه نيونکے ردعمل دے. د تاوتريخوالو بې مخينې زياتوالے د اروپايانو د زياتې اندېښنې سبب شو او هغوي په سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمولو د سياست د غوره کولو په ضرورت باوري دي. د فرانسې د خارجه وزير ژان ايو لودريان د وېنا له مخې پکار دي د تاوتريخوالي ختمولو په اړه يوه پاليسي غوره کړې شي. هر ډول هغه عمل چې د تاتريخوالي د ختمولو په اپوټه وي د سيمې لپاره به بد وي.»

 خو د اروپايانو له غوښتنې سره سره د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د وروستيو بدلولونو په وړاندې د امريکې د دريځونو او اقداماتو چلند له دې نه بغېر د څه څيز ښودنه نه کوي.

امريکې په ډېره اندازه د خپلو فوځيانو زياتولو او د نړيوال سمندري ائتلاف په برابرولو سره چې تر اوسه يوازې درې هېوادونه يې غړي شوي دي په فارس خليج کښې د کيشتۍ چلونې د تش په نامه امنيت په لټه کښې ده او د سعودي د تېلو په تاسيساتو له وروستيو ډرون حملو نه پس يې د ايران په خلاف د ګواښ موضوع ډېره پراخه کړې ده. تهران په مقابل کښې د فوځي ګواښونو په شمول له هر ګواښ سره د مقابلې لپاره خپلو پوره چمتووالے اعلان کړے دے.

--------------

 

ټیګونه

کمنټونه