Sep 21, 2019 06:33 Asia/Kabul
  • د ځینو هیوادونو لپاره تیل له وینې زیات ارزښت لری

سید حسن نصر ا... عربستان او اماراتو ته هم په خطاب کی وویل د ایران پرضد په جنګ او خپلو اندازو کی بیاکتنه وکړئ ځکه چی له ایران سره جنګ به تاسو تباه کړی

د لبنان د حزب ا... غورځنګ مشر سید حسن نصر ا... د عربستان په تیلی تاسیساتو د یمن د پوځ د غچ اخیستونکیو حملو په غندلو کی د ځینو هیوادونو او ادارو په دریځونو نیوکه وکړه او ویې ویل د دغو حملو غندلو وښودله چی تیل له وینې زیات ارزښت لری .

ښاغلی سید حسن نصر ا... همداراز پر دې په ټینګار سره چی د لبنان اسلامی مقاومت په اوسنیو قواعدو او د اسراییلو له هر ډول ګواښ سره په مقابلې پایبند دې ، جوته کړه د صیهونیسټ رژیم له بی پایلیټهن الوتکو سره د مقابلې فیصله د دې سبب شوه چی د دغو الوتکو لخوا د لبنان د هوایی حریم د خلاف ورزۍ اندازه کمه شوه .

سید حسن نصر ا... عربستان او اماراتو ته هم په خطاب کی وویل د ایران پرضد په جنګ او خپلو اندازو کی بیاکتنه وکړئ ځکه چی له ایران سره جنګ به تاسو تباه کړی او کله چی د تاسو په تیلی تاسیساتو یوه حمله داسې پایلې لری  نو د نورو حملو نتیجې به بیا څه وی ؟

 

 

ټیګونه

کمنټونه