Sep 23, 2019 04:16 Asia/Kabul
  • جان کیري وویل وروسته له دې چې مونږ له اټومي تړون ووتلو نو دایران پرضد مو اقتصادي جنګ پیل کړ .
    جان کیري وویل وروسته له دې چې مونږ له اټومي تړون ووتلو نو دایران پرضد مو اقتصادي جنګ پیل کړ .

زمونږ خبریال وایی دامریکا پخوانی خارجه وزیر جان کیری له سی بی ایس ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د واشنګټن د ژمنو په ماتولو اعتراف وکړ .

هغه وویل په مینځنی ختیځ سیمه کښې د وروستیو تاوتریخوالو علت له اټومی تړون د امریکا وتل دی او د ولسمشر ټرمپ حکومت ددغو تاوتریخوالو مسول دی .

دامریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما د حکومت خارجه وزیر جان کیری د سعودی عربستان دتیلو په تاسیساتو له برید وروسته د رامینځته شویو تاوتریخوالو په اړه وویل حاضردمه د واشنګټن بهرنی سیاست د خالی اصولی سیاست او ستراتیژۍ ځای دی .

جان کیری وویل وروسته له دې چې مونږ له اټومی تړون ووتلو نو دایران پرضد مو اقتصادی جنګ پیل کړ او د تهران پرضد مو ترټولو زیات ممکنه دباونه وکارول  او په کامل ډول د اټکل وړه وه چې دغه چاره د شخړې سبب شی .

 

ټیګونه

کمنټونه