Sep 23, 2019 05:58 Asia/Kabul
  • زلمي خلیل زاد د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی پیغام ورسوه .
    زلمي خلیل زاد د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی پیغام ورسوه .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان چې د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی پرون د افغانستان په چارو کښې د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد ، د ریپبلیکن ګوند له سناتور لیډسی ګراهم او نورو لوړرتبه چارواکو سره کتنې او خبرې وکړې .

دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل چې د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل له طالبانو سره د واشنګټن خبرې اترې  د مذاکراتو څرنګوالی او راتلونکی هیلې شریکې کړې .

شاه محمود قریشی وویل زلمی خلیل زاد د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره په کتنه کښې د طالبانواو دامریکا د خبرواترو په کامل ډول شننه وړاندې کړه .

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی پیغام ورسوه .

 

کمنټونه