Sep 23, 2019 07:30 Asia/Kabul
  • دامریکا حکومت دغه راز د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف لپاره هم زیات محدودیتونه رامینځته کړي .
    دامریکا حکومت دغه راز د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف لپاره هم زیات محدودیتونه رامینځته کړي .

زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د ایران یوشمیر چارواکو ته چې د ملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې (۷۴) غونډې کښې دګډون لپاره نیویارک ته تلل د ویزو له ورکولو ډډه وکړه .

امریکا دایران دولسمشر حسن روحانی مرستیالانو، د ایران درسنیو  ډلې او د ولسمشر ددفتر مرستیالانو ته هم د ویزو له ورکولو ډډه کړی ده .

دامریکا حکومت دغه راز د ایران د خارجه وزیر جواد ظریف لپاره هم زیات محدودیتونه رامینځته کړی دی اوهغه  په په نیویارک کښې  دملګروملتونو له مرکز څخه بل هیڅ ځای ته نشی تللی .

 

ټیګونه

کمنټونه