Oct 10, 2019 04:24 Asia/Kabul
  • ترکیه په سوریې کښې  د ترهګرو ډلو په ماتي خوړلو سخت خپه او اندیښمنه ده .
    ترکیه په سوریې کښې د ترهګرو ډلو په ماتي خوړلو سخت خپه او اندیښمنه ده .

فارس خبری اژانس راپور ورکړ د ترکیې دفاع وزارت د سوریې شمال ته دخپل هیواد د پوځیانو د ورننوتلو د کار د پیلیدا خبر ورکړ .

د ترکیې دفاع وزارت وویل د دغه هیواد پوځیان بیګا د سوریې خاورې ته ورننوتلی دی .

دترکیې دفاع وزارت زیاته کړه چې  پوځیان یې  د سوریې په خاوره کښې د پرمختګ په حال کښې دی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون مازیګر د سوریې له کردانو سره د مبارزې په پلمه ددغه هیواد په شمال کښې د پوځی عملیاتو د پیلیدا خبر ورکړ .

د ترکیې د ولسمشر مرستیال«فواد اوکتای »هم د سولې د سرچینې په نوم د پوځی عملیاتو په رسمی ډول له پیلیدا وروسته ادعا وکړه د ترکیې د عملیاتو هدف سوریې ته د سولې ورستنول دی .

دنړۍ ډیرو هیوادونو د سوریې په شمال کښې د ترکیې پوځی عملیات په پراخ ډول غندلی دی .

دسوریې چارواکو ټینګار کړی دی چې د خپلې ملی واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع به وکړی .

د سوریې کرد ډیموکراټیک ځواکونو هم ویلی دی د ترکیې حمله به په یوه(۱) بشپړه جنګ بدله کړی .

د ترکیې پوځ په تیرو دریو (۳)کلونو کښې څو ځله د سوریې په خاوره پوځی تیری کړی دی .

ترکیه له سعودی عربستان، امریکا، انګلستان ، فرانسې ، اردن ، اسرائیلو ، متحده عربی اماراتو او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې په سوریې ،عراق ، لیبیا ، قفقاز  سیمه او  نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالی ، پوځی اواستخباراتی مرستې کوی .

ترکیه په سوریې د ترهګرو ډلو په ماتی خوړلو سخت خپه او اندیښمنه ده .

Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه

کمنټونه