Oct 12, 2019 12:29 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۰-۷-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې ليکي: د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر  وړاندیز کړے دے چې دسیمې هیوادونه   په ملګرتیا او  د یو بل په چارو کښې   د حملې او لاسوهنې نه کولو  د تړون په لاسلیک کولو سره  د ټولو لپاره  صلح ،امنیت ،ثبات او سوکالي  ډالۍ کولې شي .

محمد جواد ظریف  له برطانوي فائینانشل ټایمز  ورځپاڼې سره په مرکه کښې وويأ ، د  هرمز صلح  نومې  نوښت په چوکاټ کښې  ، ایران ،عراق ، سعودي ،قطر ، کویت ،عمان ،متحده عرب امارات او بحرین د ملګرو ملتو د منشور د  اصولو اواهدافو  په بنياد ،  دیو بل په چارو کښې د  لاسوهنې او   حملې نه کولو  تړون لاسلیک کولې شي.

 د ایران خارجه وزیر  تل د فارس خلیج سیمې  په بیلابیلو مرحلو او حساسو پړاؤنو کښې  د ټولو لپاره د  تل پاتې صلحې او امنیت د ټینګیدو په  هدف سره  مختلف  پلانونه  وړاندیز کړي دي .    

--------------

د تهران جمهوري اسلامي ورځپاڼې بيا په بحيره احمر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت په تيلي کيشتۍ باندې د حملې په غبرګون کښې د ايراني چاراکو وېناوې راخېستې دي. او ليکي: د ایران دخارجه و زارت ویاند عباس موسوي  په سرۀ سمندر کښې  د ایران د تیلو د کشتۍ د  نښه کیدو  په غبرګون کښې  وئیلي دي ،په سیمه کښې د رامینځة شوي  ژواک چاپيریال د زیاتې ککړتیا پشمول د دغه  سپيرۀ اقدام له امله ټول مسئولیّتونه   د دغې خطرناکې پيښې د عواملو په غاړه دي . عباس موسوي روښانه کړه ترسره شوي تحقيقات ښئ چې   ایرانۍ تیلي کيشتۍ پرون سهار وختي  د سرۀ سمندر  له ختیځه  د دغې تیلي کيشتۍ د تیریدو له کوریډور سره له نزدې ځایه   په نیم ساعت کښې دوه ځله  په نښه شوې او تاوان يې ورته رسولې دے ، البته د کيشتۍ ټوله عمله  په امنیت کښې ده او کيشتۍ هم  په عادي حالت کښې روانه ده . هغه وئيلی په دې اړه جدي څیړنې روانې دي او پایلې به ئې ډيرې زر اعلان شي او د دغه حملې عاملان به بې ځوابه پرې نښودې شي او ورته به درس ورکونکې ځواب ورکړے شي.

-----------

د تهران يوې بلې ورځپاڼې کېهان بيا د تهران د جُمعې د نمانځه د خطيب له قوله وليکل: په سوريې باندې د ترکيې فوځي حمله په يو خپلواکه هېواد حمله ده.  هغه خبردارے ورکړ چې ترکيه پکار دي په  دې فکر کښې وي چې هسې نه د سعودي په شان چې د  يمن په جبه کښې ګېر دے د سوريې په جبه کښې ګېره شي.

د تهران د جمعې د نمانځه خطیب آیت ا...سید احمد خاتمي  پرون د جمعې دنمانځه په خطبو کښې  وئیلی دي،د عراق په وروستیو بلواګانو کښې دريو مهمو لوبغاړو،یعنی امریکې،برطانيې او وحشی صهیونیسټ رژیم  اساسی رول لوبولې ړے  چې  بلواګر  يې عراقی انقلابیان معرفي کړي دي.

هغه زياته کړه: د عربو مرتجعو رژیمونو او بعثی رژیم پاتې  کسان اوځینې امریکائی،انګریزي اوسعودي رسنې او د هغوي بې ځایه او د دروغو رپوټونه په عراق کښې د بلوؤ او ناکراریو د پراختیا سبب شوي دي.

ورځپاڼې د ترکيې د رسنيو له قوله وليکل، د دغه هېواد حکومت اعلان وکړ چې په سوريې کښې يې په حمله کښې ۳۴۲ کردان وژلي او ګڼ شمېر يې نور ژوبل کړي دي.

د ورځپاڼې له مخې د ملګرو ملتو مشر انتونیو ګوټریش په کوپنهیګ ښار کښې یوه خبري غونډه کښې د سوریې په شمال کښې د ترکیې د فوځي عملیاتو په غبرګون کښې، په دغې سیمه کښې د نښتو د کمولو لپاره د لازیاتو هلوځلو غوښتنه وکړه.

ګوټریش له نړیوالو ټولنو او اغیزشیندونکو هیوادونو وغوښتل چې د سوریې په شمال کښې د شخړې د کمولو کوشش وکړي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم په سوریې کښې د ترکيې د فوځي عملیاتو په غندلو سره له انقرې وغوښتل چې دغه تیرے زرترزره بند کړي.

 

هم داشان د فرانسې او ایټالیا حکومتونو په پېرس او روم کښې د ترکیې سفیران هم ورغوښتې دي.

په سوریې باندې د ترکیې فوځي تیري ته د اروپایانو د غبرګونونو په دوام کښې ناروے او فِنلینډ ترکیې ته د خپلو وسلو صادرات بند کړل.

----------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړو چې جنګ ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل، امريکې سعودي ته د نورو فوځيانو د لېږلواعلان وکړ. د دغه اعلان مطابق په راتلونکو څو هفتو کښې به د نورو امريکائي فوځيانو په لېږلو سره په سعودي کښې د امريکائي  فوځيانو شمېر څوارلس زرو ته اورسيږي.

------

ورځپاڼې د روان اکتوبر د مياشتې په اويشتمه د جمعيت علمای اسلام ګوند فضل څانګې د مشر فضل الرحمن د آزادۍلاريون په اړه د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان د ردعمل په اړه وليکل، د دې مسئلې لپاره د يوې بيلې کمېټۍجوړولو ضرروت نشته البته په مختلفو موضوعاتو د خبرو اترو دروازې هر وخت خلاصې دي.

-----------

ورځپاڼې وليکل، عمران خان د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ټيلفوني تماس کښې د سوريې په خاوره د ترکيې د فوځي حملې د ملاتړ په اعلانولو سره په دې لړ کښې له ترکيې سره د هر ډول مرستې ډاډينه ورکړه.

-----

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا وليکل، د پاکستان احتساب عدالت  پخوانےوزيراعظم نواز شريف د شوګر مېلز په دوسيه کښې د ريمانډ لپاره نېب ته حوال کړ.

--------

ورځپاڼې وليکل د پاکستان فوځ د نظم او ضبط د خلاف ورزۍپه جرم درې مېجران له خپلې دندې څنګته  کړل  او نور دو مېجران يې په دوه دوه کاله بند محکوم کړل.

د پاکستان د نورو رسنيو په شان دنيا ورځپاڼې هم د ايران او سعودي ترمېنځ د روغې جوړې لپاره د عمران خان د کوششونو او په دې لړ کښې د  ايران اسلامي جمهوريت او سعودي ته دهغه د سفر په اړه ليکنې کړي دي.

ورځپاڼې د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق له قوله وليکل، د پاکستان حکومت ته پکار دي چې د کشمير د ازادۍ لپاره د جهاد اعلان وکړي او دوه رنګي پرېږدي. هغه زياته کړه د پاکستان حکومت ته پکار دي چې دې لړ کښې يا د خداے د خوشحالول لار اختيار کړي او يا د ټرمپ د خوشحالو.

------------

د کابل چاپ اکثره ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د انتخاباتو کمېسیون په مرکزي سرور باندې د هکرانو د حملو په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، د ځینو اسیايي هېوادونو هکرانو د انتخاباتو کمېسیون د سرور د هک کولو هڅې کړې دي.

 

وړاندې په مطلب کې راغلي د درملوګ کمپنۍ انجنیران تراوسه نه دي بریالي شوي چې رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د بایومټریک د مرکزي سیسټم د هک کېدو په تړاو د کمېسیون د غړیو ترمنځ نظرونه متضاد دي، چې د لیکوال په وینا د نظرونو اختلاف د انتخاباتو ملي پروسې ته زیان رسوي.

-------

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې د خلکو رایې وساتي.

 

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سرور د هک کېدو وړ دی او که په ایمني تدابیرو خوندي و نه ساتل شي، په کور دننه او له هېواد بهر هک کېدای شي.

سرخط ټینګار کوي چې د انتخاباتو کمېسیون او درملوګ کمپنۍ دې په خپلو کارونو کې له زیات احتیاط نه کار واخلي او په کوچنۍ تېروتنې سره دې دا انتخابات چې په سختو حالاتو کې وشول، له خنډ سره مخ او نه لانجمن کوي.

------

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې، هکران له کوم ځایه او د څه لپاره نازل شول؟

لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې وايي، دا کار د یوه ځانګړي انتخاباتي ټیم له خوا کیږي، څو انتخابات د خپل ځان په ګټه وکاروي، خو په سرمقاله کې د کوم ټیم نوم نه دی اخیستل شوی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د هکرانو حملې د افغانستان د انتخاباتو لپاره خطرناکې دي او که ورسره سمه مقابله ونه شي کړکیچ به رامنځ ته کړي.

-----

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، د رایو شمېرل او د انتخاباتو کمېسیون مرکزي سرور ته د رایو انتقال ډېر حساس پړاو دی چې کمېسیون باید په دغه مرحله کې دقت او سرعت عملي کړي.

سرمقاله لیکوال د هک کېدو موضوع ته په اشارې سره لیکلي، دا انتخاباتو کمېسیون هغه مهال د خلکو باور بېرته ترلاسه کولای شي، چې په دې اړه د عمومي افکارو هر سوال ته ځواب ووايي.

د لیکوال په باور که ځواب ونه ویل شي، په کمېسیون به د خلکو باور ته زیان ورسیږي او په کارونو کې به یې شک او تردید رامنځ ته شي.

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي، چې د انتخاباتو کمپیوټري سیسټم له هر ډول سایبري حملو خوندي دی.

----------

ترجمه و  ترتيب: شاهين

 

ټیګونه

کمنټونه