Oct 13, 2019 07:48 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د اربعین ۳۰ زره زیارتوال ایران ته راغلې دي

اټکل کیږي چې په حسیني اربعین کښې د ګډون په موخه عراق د ته تګ لپاره د افغانستان ۴۰ زره کسان د دوغارون سرحد له لارې ایران ته راشي چې تیر کال دغه شمیر ۳۴ زره تنه و.

تراوسه د افغانستان دیرش زره زیارتوال په عراق کښې د حسیني اربعین په ستر لاریون کښې د ګډون لپاره د خراسان رضوي ولایت د دوغارون سرحد له لارې ایران ته راغلې دي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د پولیسو قومندان محمد کاظم تقوي پرون د دوغارون سرحد او ایران ته دافغانستان د زیارتوالو د راتګ د بهیر د کتنې ترڅنګ وویل: دوغارون ځمکنۍ لاره ایران ته د افغانستان د خلکو د تګ راتګ لپاره ډیره مهمه رسمي لاره ده.

هغه زیاته کړه چې د ایران ټولې حکومتي او خصوصي ادارې د زیارتوالو خدمت ته پوره تیارې دي او د زیارتوالو د سوکالتیا لپاره یې په تیره بیا له دوغارونه تر مشهده پورې لاره کښې د خدمت رسونې د موکبونو په جوړولو سره ضروري اقدامات کړې دي.

اټکل کیږي چې په حسیني اربعین کښې د ګډون په موخه عراق د ته تګ لپاره د افغانستان ۴۰ زره کسان د دوغارون سرحد له لارې ایران ته راشي چې تیر کال دغه شمیر ۳۴ زره تنه و.

 

ټیګونه

کمنټونه