Oct 13, 2019 15:26 Asia/Kabul
  • د سوریې په شمال د ترکیې  د حملو له پیل راهسې څه دپاسه څلور سوه (۴۰۰) کرد ملیشا ځواکونه وژل شوي دي .
    د سوریې په شمال د ترکیې د حملو له پیل راهسې څه دپاسه څلور سوه (۴۰۰) کرد ملیشا ځواکونه وژل شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (قسد) نن ادعا وکړه د سوریې په شمال کښې د «راس العین »د سرحدی ښار په جنګونو کښې دترکیې د پینځه اویا (۷۵) پوځیانو په وژل کیدا سربیره دهغوې اوه (۷) ټانکونه هم تباه شوی دی .

ویل کیږی چې د راس العین په نښتو کښې د ترکیې نولس (۱۹) عسکر ژوبل شوی هم دی .

د ترکیې دفاع وزارت پرون وویل ددغه هیواد عسکرو او دهغوې ملاتړو ملیشا ځواکونو دسوریې په الحسکه ښار خوا کښې راس العین ښار په کامل ډول نیولی دی خو «کرد» سرچینو دغه خبر رد کړی دی .

د ترکیې اناتولی خبری اژانس هم نن وویل ددغه هیواد پوځ د فرات سیند په ختیځ کښې د تل ابیض ښار په خوا کښې سلوک کلی د  پی کی کی( PKK) او   د  وایی پی جی ( YPG)ځواکونو له کنټرول څخه ایستلی دی .

اناتولی خبری اژانس وویل د ترکیې پوځ ددغه هیواد تر ملاتړ لاندې د سوریې د ازاد پوځ په نوم له ډلې سره یوځاې خپلو پرمختلګونو او د  ترهګرو له سلطې څخه د نویو سیمو ازادولو ته دوام ورکوی .

په عین حال کښې د ترکیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د سوریې په شمال د دغه هیواد د حملو له پیل راهسې څه دپاسه څلور سوه (۴۰۰) کرد ملیشا ځواکونه وژل شوی دی .

 

 

ټیګونه

کمنټونه