Oct 16, 2019 15:59 Asia/Kabul
  • د کشمیر په کنټرول لاین کښې دولس تنه مړه او ژوبل شول

د هند او پاکستان سرحدي ځواکونو د کشمیر په کنټرول لاین کښې د یو بل په سنګرونو ډزې وکړې چې له امله یې ۱۲ تنه مړه او ژوبل شول.

د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندي پوځیانو د حملې له امله درې پاکستانیان ووژل شول چې په ځوابي ډزو کښې یو هندي پوځي هم سر بایله او هم داشان د دواړو لورو اته کسان زخمي شوي دي.

خبر زیاتوي چې په دغې حملې کښ هندي او پاکستاني ځواکونه یو بل د اوربند د موافقې په خلاف ورزۍ او د کشمیر کنټرول لاین ددواړو لورو په ولسي سیمو باندې په حملو تورن کړل.

 

ټیګونه

کمنټونه