Oct 17, 2019 05:59 Asia/Kabul
  • دریو(۳)اروپايي  هیوادونو تراوسه د امریکا د اقداماتو په وړاندې په سیاسي او ژبنیو خبرو بسنه کړي ده .
    دریو(۳)اروپايي هیوادونو تراوسه د امریکا د اقداماتو په وړاندې په سیاسي او ژبنیو خبرو بسنه کړي ده .

پارس ټوډې اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړ د فرانسې دبهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن اګنس فن ډیر مول (Agnès VON DER MÜHLL) پرون له سپین سترګی توب څخه په ډکو څرګندونو کښې د اټومی ژمنو د کمولو د څلورم (۴) ګام له اجرا کولو د ایران د ډډه کولو غوښتنه وکړه .

هغې د  ایران د اټومی ژمنو کمول اندیښمونکی وبلل او زیاته یې کړه ایران باید په دې لاره کښې بل ګام پورته نکړی .

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لوډریان هم په تیرې سه شنبې ورځ له اټومی تړون دامریکا په غیرقانونی ډول وتلو او ددغه نړیوالې موافقې په وړاندې د اروپایی هیوادونو د ژمنو ماتولو ته له اشارې پرته له ایران او امریکا وغوښتل له هغه لنډ وخت څخه چې د ایران د اټومی ژمنو د کمولو د څلورم (۴) ګام د اجرا لپاره پاتې دی له یوبل سره د خبرو اترو لپاره استفاده وکړی .

بریتانیا ، فرانسې او جرمنی تیر میلادی کال له اټومی تړون د امریکا په غیرقانونی ډول له وتلو وروسته ژمنه وکړه د ایران د اقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه وساتی .

خو دغو دریو(۳) هیوادونو تراوسه د امریکا د اقداماتو په وړاندې په سیاسی او ژبنیو خبرو بسنه کړی ده او د اټومی تړون دساتلو لپاره یې هیڅ عملی اقدام نه دی ترسره کړی .

 

ټیګونه

کمنټونه