Oct 17, 2019 12:31 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۵-۷-۹۸

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې په خپله شه سرخۍ کښې يې د ايران د ولسمشر وېناه راخېستې ده وائي: ایران په مختلفو علومو کښې پرمختللی دے.   د ایران پوهنتونونه باید محصلین د یو ښه راتلونکي لپاره ورزوزي. ډاکټر حسن روحاني په دې خبرې سره چې ایران په مختلفو علومو کښې پرمختګ کړے دے، وویل: د جنګ او اقتصادي دباؤنو په شمول له هغو ټولو مشکلاتو سره سره چې ایران په تیرو څلویښتو کلونو کښې درلودل، پوهنتونونو په خپلو دندو باندې په ښه توګه عمل کړے دے.

هغۀ نن په تهران پوهنتون کښې د ایران د پوهنتونونو او تحقیقاتي او ټیکنالوجیکي مرکزونو د نوي تحصیلي کال د رسمي پیلیدو په دستورو کښې زیاته کړه: د ایران د پوهنتونونو سویه نن سبا د سیمې او حتی د پرمختللو ټولنو په پرتله ښه ده او د علم او پوهې له نظره ښه تحرکات لري.

 

روحاني دې ټکي ته په اشارې سره چې د نړۍ اوسني بدلونونه ډیر چټک دي، څرګنده کړه: د ایران پوهنتونونه باید محصلین د یو ښه راتلونکي لپاره ورزوزي.

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د ايران د بهرنيو چارو د وزير په حوالې سره وليکل: اروپا د اېټمي ژمنو په پوره کولو کښې پاتې راغلې ده.

محمد جواد ظریف په دې خبرې سره چې اروپا په اېټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو د اجرا کولو وس نه لري وویل د اېټمي موافقې د لورو لخوا د ژمنو نه د اجرا کیدو په صورت کښې به د ایران د ايټمي ژمنو د کمولو لپاره نور ضروري اقدامات عملي شي .

د ایران داسلامی جمهوریت او جنوبی افریقې د ګډ کمیشن څوارلسمه غونډه د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د افریقې د خارجه وزیرې میرمن نالیډي (Naledi Pandor) په وینا سره پرون په تهران کښې وشوه .

هغه په دغه غونډه کښې له ايټمي موافقې د امریکې وتل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړ لیک ښکاره خلاف ورزۍ او د ملګروملتونو د ټولو غړیو د ارادې او د غوښتنې په خلاف کار وبالۀ.

--------

د تهران چاپ یوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې بيا د حُسني اربعين په اړه په يو مطلب کښې وليکل: اربعين د نړۍ د مستکبرينو په خلاف د مستضعفينو نړيوال ميثاق دے.

نن د نړۍ ټولې پرګنې په دې حقيقت پوه شوې دي چې دا د امام حسين عليه اسلام مقناطيسي جاذبه ده چې د نړۍ ټول پتياليي او ازادي غوښتونکي انسانان ځان ځان ته راکاږي او په يوځاے يې جمع کوي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د سوريې فوځیان عين العرب سيمې ته ورننوتل،

د خبر له مخې د سوریې پوځیان د دغه هیواد له کردانوسره د دمشق د حکومت د ترسره شوې موافقې له مخې عین العرب ښار ته ورننوتلي دي.

د سوریې په شمال دترکیې د پوځ له حملې وروسته د سوریې کرد ډیموکرېټکو ځواکونود دمشق له حکومته وغوښتل چې د شمالي سیمو کنټرول دې په لاس کښې واخلي او د ترکیې دحملو په وړاندې ددغو سیمو ساتنه وکړی .

----------

همدا رنګ د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې وليکل: د سعودي د تېلو ملي شرکت آرامکو،د د غه هېواد په ختيځ کښې د تېلو په يو چاڼځي کښې د چاودنې خبر ورکړ. د ورځپاڼې له مخې د سعودي د تېلو ملي شرکت پرون وويل، الجبيل نومې د تېلو چاڼځي کښې د چاودنې له امله لږ تر لږه دوه تنه کارکونکي مړۀ او دوه نور ژوبل شول.

ځينو رسنيو په دغه پېښه کښې د اتلسو تنو د وژل کېدو خبر ورکړے دے.

د چاودنې د علتونو په باره کښې لا زيات معلومات نه ي خپارۀ شوي.

د ورځپاڼې د يو بل خبر مطابق،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال سید عباس عراقچی د تهران لخوا د ايټمي موافقې د یواړخیزې اجرا دوام د توجیه وړ ونه بلله او تاکيد یې وکړ ایران د ايټمي ژمنو د کمولو د ورپسې ګامونو پورته کولو ته هوډمن دے .

د ایران او  د سویډن د سیاسي سلامشورو  پینځم پړاو پرون د ایران د خارجه وزیر د سیاسي چارو د مرستیال سید عباس عراقچی او د سویډن د خارجه وزیر د قائمقامې میرمن  انیکا سوډر (Annika Söder) په ګډون سره په تهران کښې ترسره شو .

د ایران د خارجه وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی په دغه غونډه کښې تاکيد وکړ د ایران اسلامی جمهوریت له اروپا هیله لری چې رغنده دریځونه غوره کړي او د اعتماد د جوړولو او د ايټمي موافقې د ژوند د دوام لپاره قيمت ادا کړي .

او د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې   په سوریې کښې د ترکیې الوتکه نسکوره شوه. د سوریې سرچینو بیګا په شمال ختیځ کښې د ترکیې د یوې   ډرون الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ .

دغو سرچینو وویل د ترکیې دغه ډرون الوتکه د سوریې د شمال ختیځ په حسکه ولایت کښې په « مجیبره» سیمه کښې نسکوره شوی ده .

-----------

او د تهران يوې بلې ورځپاڼې شرق د عراقي سرچينو له قوله وليکل، د دغه هېواد د صدر ډلې مشر مقتدا صدر د حسيني (ع) څلوېښتۍ په لاريون کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم په خلاف د نعرو وهلو په لازموالي تاکيد وکړ.

مقتدا صدر په يوې بيانيه کښې د عراق له خلقو وغوښتل چې د حسيني(ع) څلوېښتۍ د زيارت په لاريونوکښې دې ميليوني ګډون وکړي او پکښې دې د امريکې او صهيونېسټ رژيم په خلاف نعرې ووهي.

--------

اوس به د پاکستان ورځپاڼې راواخلو چې وړومبې هم جنګ ورځپاڼې ته نظر کوو. دغې ورځپاڼې نن په کربلا کښې د حضرت امام حسين عليه السلام او د هغه د باوفا ملګرو د شهادت د اربعين يا څلوېښتۍ په اړه يو خصوصي رپوټ ورکړے او ليکلي يې دي چې د صفرې شلمه نېټه په ټوله دنيا کښې د اربعين مراسم نمانځل کيږي چې د عراق په کربلا معلی کښې د ميلينونو خلقو اجتماع او لاريون د نړۍ تر ټولو لويه اجتماع او لاريون ګڼل کيږي. رپوټ زياتوي چې په دغه لاريون کښې چې له نجف اشرف نه تر کربلای معلی پورې د نړۍ د مختلفو اسلامي مذاهبو او حتی غېر مسلم په ميلينونو شمېر کښې اتيا کيلوميټره سفر پياده کوي او په دغه موقع د دغو زائرينو لپاره اتيا کيلوميټره دسترخوان غوړېدلے وي چې دا هم د دنيا تر ټولولوے دسترخوان دے چې پکښې د خوارکونو هر ډول انواع اواقسام موجود وي او ويړيا خلقو ته ورکړې کيږي.

رپوټ ليکي چې د ابعين پېغام د مسلمانانو د اتحاد، اتفاق، ورورولۍ او د نړۍ د انسانانو ترمېنځ د انساندوستانه مينې او امن پېغام دے. او د نړۍ د هر مسلک مذهب او حتی د هر دين خلق د امام حسين (ع) د اربعين دغه پېغام ته لبېک وائي او په ګڼ شمېر کښې ځانونه کربلا ته رسوي.

رپوټ کښې راغلي دي چې د دغې مقصد لپاره په پاکستان کښې د ايران او عراق سفارتونو هم د زائرينو د ويزو لپاره خصوصي سهولتونه ورکړي دي.

----------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا په خپله شه سرخۍ کښې د پاکستان د فوځ د مشر له قوله ليکلي دي د کشميريانو لپاره به د هر ډول کردار ادا کړو.

هغه وويل د کشمير مظلوم مسلمانان په سخته محاصره کښې هم د هندي ځواکونو په نرتوب مقابله کوي. هغه وويل مونږ د کشمير مظلوم خلق هيڅکله يوازې نه شوو پرېښودې.

ورځپاڼه په يو بل خبر کښې ليکي، د پاکستان حکومت د جمعيت علمای اسلام فضل څانګې مشر فضل الرحمان ته وړانديز کړے دے چې له حکومت سره دې د اختلافاتو د هواري لپاره د حکومت لخوا جوړې شوې کمېټۍ سره خبرې اترې وکړي.

خو ورځپاڼې له بلې خوا د فضل الرحمان له قوله وليکل چې ويلي يې دي، وړومبې دې د عمران خان حکومت استعفا ورکړي بیا خبرې اترې وکړم.

د ورخپاڼې د يو بل خبر له مخې د پاکستان د اسلام آباد لوئې محکمې حکم کړے دے چې پرامن احتجاج او اعتراض کول د پاکستان د هر کس ، هرې ډلې او هر ګوند حق دے خو د غېر قانوني او غېر معمولي حرکت مخنيوے به کولې شي.

--------

ګلونو دوستانو نن د کابل چاپ ورځپاڼو د تعطيل په وجه مو د دغو ورځپاڼو خبرونه نشر نه کړې شول چې بخښنه غواړوو.

----------

 

ټیګونه

کمنټونه